تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عامو مسلمانانو سره دژوند اصول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 15, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱. مسلمان باید د خپل مسلمان ورور خطا او تېروتنه معاف کړي (بهشتي زېور)


٢. مسلمان باید د خپل مسلمان ورور عیب پټ کړي (بهشتي زېور)


٣. که کوم مسلمان ورور مو په کوم تکلیف او مشکل کي ښکېل وي باید مرسته ورسره وکړئ (بهشتي زېور) 


۴. کله چي له چا سره کومه وعده وکړئ باید وفا پر وکړئ (بهشتي زېور)


۵. کله چي ستاسي کوم مسلمان ورور مړ سي نو ورته د الله جل جلا له له دربارڅخه ښې د بخښي دوعاګاني وغواړئ (بهشتي زېور)


۶. د خپل مسلمان ورور تحفه قبوله کړئ (بهشتي زېور)


۷. کله چي څوک درسره څه مرسته یا خیر ښېګڼه تر سره کړي نو مننه ورڅخه وکړئ او د احسان شکرې پر ځای کړئ (بهشتي زېور)


۸. د خپل مسلمان ورورد مال، کور او اولاد ساتنه کوئ (بهشتي زېور)


۹. د خپل مسلمان ورور خبره په ښه شان واورئ (بهشتي زېور)


۱۰. تر څو مو توان کېږي خپل مسلمان ورور مه  نااميده کوئ (بهشتي زېور)


۱۱. کله چې د چا ورک سوی شی په لاس درسي نو ورويې رسوئ(بهشتي زېور)


۱۲. د خپل مسلمان ورور د سلام جواب په ډېره ښه توګه سره ورکړئ (بهشتي زېور)


۱۳. تر څو مو توان کېږي، له خلکو سره احسان او ښېګڼه کوئ(بهشتي زېور)


۱۴. له خپل مسلمان ورور سره د رحم او شفقت له مخي معامله کوئ (بهشتي زېور)


۱۵. د خپل مسلمان ورور عذر ومنئ (بهشتي زېور)


۱۶. کله چې ناروغ سي پوښتني ته يې ورسئ (بهشتي زېور)


۱۷. د خپل مسلمان ورور بلنه ومنئ (بهشتي زېور)


۱۸. کله چې هغه درسره څه احسان او ښېګڼه وکړي نو تاسي هم ورسره احسان او ښېګڼه وکړئ (بهشتي زېور)


۱۹. تل باید یو د بل خیر غوښتونکي اوسئ (بهشتي زېور)


۲۰. پخپل منځ کي په نرمي او خوش اخلاقي خبري کوئ (بهشتي زېور)


۲۱. که پر هغه څوک ظلم او تېری کوي نو دفاع یې وکړئ او که دی پر بل چا ظلم کوي نو منع یې کړئ (بهشتي زېور)


۲۲. له هغه سره محبت کوئ دښمني مه ورسره کوئ (بهشتي زېور)


۲۳. خپل مسلمان ورور مه رسوا کوئ (بهشتي زېور)


۲۴. څه شي چي د ځان لپاره خوښوئ د بل چا لپاره يې هم خوښ کړئ (بهشتي زېور)


۲۵. که د څه مشکل له امله ورسره خپه یاست نو تر درې ورځي زیات ورسره خبري مه بند وئ (بهشتي زېور)


۲۶. پر چا بد ګومان مه کوئ (بهشتي زېور)


۲۷. پر کوچنیانو رحم کوي او د لویانو احترام او درناوی کوئ (بهشتي زېور)


۲۸. که دوه مسلمانان پخپل منځ کي  خپه وي نو تاسي يې په منځ کي صلحه وکړئ (بهشتي زېور)


۲۹. د خپل مسلمان ورور غیبت مه کوئ (بهشتي زېور)


۳۰. یو مسلمان باید د بل مسلمان خوښي د ځان خوښي وګڼي او په خوښ او خوشحاله سي او د هغه غم او مشکل د ځان غم او مشکل

وګڼي او په خپه سي، همدارنګه باید په دواړو حالاتوکي ورسره ګډون او مرسته وکړي (اداب الصالحين)


۳۱. ښه او غوره مسلمان هغه څوک دئ، چي بل مسلمان یې د لاس او ژبي له شر څخه محفوظ وي (زاد الطالبین)


۳۲. که څوک درسره بد وکړي نو تاسي د هغو بدو په بدله کي بد مه ورسره کوئ بلکي له احسان، نېکۍ او بخښي څخه کار واخلئ(اداب الصالحين)


۳۳. له خپل مسلمان ورور سره د تواضع او عاجزۍ له مخي ژوندوکړئ، له تكبر او لويي کولو څخه ځان وژغورئ (اداب الصالحين)


۳۴. کوم کسان چي متكبرين او لويي کوونکی دئ له هغو څخه ليري اوسئ (اداب الصالحين)


۳۵. له چغلي کولو څخه ځان وژغورئ (اداب الصالحين)


۳۶. له هر چا سره مو دښمني او دوستي باید د الله جل جلاله  لپاره وي، يعني کوم کسان چي نېک، صالح او پرهېزګار دي له هغوی سره مینه او تعلق وساتئ او کوم کسان چي فاجر، فاسق او دناوړه کارونو مرتکب وي له هغوی سره دوستي او تعلق مه ساتئ (اداب الصالحين)


۳۷. له هر چا سره د هغه د شان او حیثیت سره سم معامله کوئ(اداب الصالحين)


۳۸. له هر مسلمان سره باید په غوړېدلي تندي او خندنې څېره مخ سئ (اداب الصالحين)


۳۹. که څوک درسره کوم امانت کښېږدي د هغه حفاظت او ساتنه وکړئ (اداب الصالحين)


۴۰. د تهمت او بدنامۍ له ځایونو څخه ځان وژغورئ، تر څو نورخلک په بدګومانی کی ښکېل نه سي (اداب الصالحين)


۴۱. د خپل ورور جنازې ته ورسئ او د مغفرت دعا ورته وکړئ(اداب الصالحين).


۴۲. تر څو چي مو توان کېږي له خلکو سره ښه کوئ، که څه هم خلک درسره بد کوي (اداب الصالحين)


۴۳. که سایل او سوال کوونکی درته راسي او څه درڅخه وغواړي نو تاسي مه په خپه کېږئ بلکي د خپل توان سره سم ورسره مرسته وکړئ، کنه نو بدرد مه ورته وایاست (کتاب الاداب)


۴۴. تر څو چي مو توان کېږي له چا څخه د څه شي غوښتنه مه کوئ (کتاب الاداب)


۴۵. کله چي مسلمان ورور درڅخه قرض وغواړي نو قرض ورکړئ (کتاب الاداب)


۴۹. په غیر مناسبه او ناوړه ټوکه کول، څوک له بل چا سره په جنګ اخته کول، غيبت کول، درواغ ويل ټول په شريعت کي منع دي ځان ترې وژغورئ (کتاب الاداب)


ماخذ : په اسلام کي ټولنیزاداب


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته