تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام(پای)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 9, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري
ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دفېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

(وروستۍ برخه)

د الله حقوق او دبندګانوحقوق خیال ساتل


د دې خبري انکار نه کوم چي فېسبوک د ټولنيزو رسنیو په منځ کي یو ډول جادوئي دلچسپي لري. په رنګینيو او په فعالیتونو کي انسان ورکيږي مګر دا کار د مسلمان د شان خلاف دی د فېسبوک یا د یوې بلي ټولنيزي رسنۍ یو برخه جوړیدلو په وجه چي دده لمنځونه قضا‌‌ء سي، د قرآن کريم د وظيفې څخه بالکل غافله سي، لمنځونه ئې وځنډيږي د وخت خیال نه ساتي، د مور او پلار، ميرمني او اولادونو، خور،ورور او داسي نورو خپلوانو ضروري حقوق پايماله سي، نو ددې ټولو نيمګړتياوو څخه د ساتني لپاره ددې خبرو خیال ساتل په کار دي.


۱:کله چي د لمانځه وخت را نژدي وي نو د فېسبوک د استعمال څخه پرهيز وکئ که چیري دا بیره درسره وي چي په فېسبوک باندي د بوختیا په وجه به زما لمانځه ته پام لا نه وي نو د لمانځه پر وخت الارم ولګوي تر څو لمونځ مو پر خپل وخت په ياد سي.


۲: په خپل کورنې ژوندانه کي دفېسبوک څخه پرهیز وکئ په کور کي د ماشومانو او میرمني په مخکي د فېسبوک د استعمال څخه پرهيز وکئ! ښه کار دادئ چي مور او پلار ،میرمن او ماشومانو لپاره يو څه وخت ځانګړئ کړئ په یاد لرئ چي دومره هم ټولنيز نسي چي د نړۍ د هغه بل کونج څخه هم اپ ډيټ یاست مګر خپل مخته د مور و پلار، ميرمن او ماشومانو څخه بې پروا سي.


۳: تاسو د خپل دې شوق یا ضرورت لپاره يو وخت وټاکئ. کېدای سي چي د فېسبوک په نړۍ کي تاسو ته دا خبره ډېر عجيبه ويسي مګر لږ فکر وکئ که چيري تاسو هر وخت پرفېسبوک بیداره یا ویښ یا آن لائن نه یاست نو څه نقصان به مو يي کیدای سي په لمړي سر کي د یو څه وخت لپاره ستاسو قريبان او ملګري تاسو ته احتجاج وکي مګر کله چي تاسو مسلسل د یوه خاص وخت پابندي وکي نو نور خلګ به هم ددی عادي سي.


۴: د ځینو خلګو سره دا سوال وي چي د فېسبوک د پالیسۍ سره سم که چيري په هر ساعت کي يو څه آب ډېټ نه کي نو زموږ پاڼه شاته پاتیږي؟


دا هم یوه دوکه ده د خپلي پاڼي د شهرت لپاره د الله جل جلاله سره خپل تعلق کمزوری کول یا د الله جل جلاله د مخلوق حقوق هیرول څه عاقلانه خبره نه ده دا په یاد ولرئ چي په ورځ کي څو واري پوسټونه کول او خپل د وال حالت آب ډېټ کول فقط تاسو نه بوختوي بلکي که چیري د مثال په ډول ستاسو (۵۰۰)ملګري وي نو د پنځوسو خلګو پنځه سوه د قیقې بوختوي ،مصروفه کوي د ټولنیزتوب د جنون دا ډېر غټ قميت دي.


۵: ددې يو حل دا هم کيدای سي چي ټول پوسټونه پر یوه وخت وکړه مګر د هغوی د خپرلو ورځ او وختونه ور بدل که فيس بک دا سهولت هم لري.


یوه پاڼه یا پیج چلول


که چيري تاسو یوه پاڼه چلوئ نو د خدای په خاطر پر خپلو لوستونکو رحم وکئ، په یوه وخت یا یوه ورځ مسلسل پوسټونو باندي هغوی مه پریشانه او مجبوره کوئ. موږ ډېری داسي صفحي یاپیجونه پيژنو، رامعلومي دي، چي په درسته ورځ کي یو پوسټ، په یوه خاص وخت کي کوي مګر بیا هم کتونکي ئې په لکو وي په حقیقت کي هغوی پر خپلو اصولو د چا سره معامله نه کوي او نه د فېسبوک د پالیسۍ غلامان جوړیږي نو په پایله کي پوه خلګ هغوی ته متوجه کیږي.


۱: ډېر وخت کمينټ کوونکي تاسو په ژر جواب ورکولو مجبوره کوي مګر تاسو هغوی د نظره وغورځوی، د خپل خاص وخت پرته هغوی ته جواب مه ورکوئ، په ډېر لږ وخت کي به هغوی د خپل دې حرکت څخه پر شاه سي تاسو به هم ځیني فارغه سئ او د هغوی کردار به هم صحيح سی.


۲: ګورئ! ډېری خلګ د ټولنیزو رسنیو په ذریعه ارزانه شهرت ترلاسه کولو لپاره پر حساسو موضوعاتو ډېر بې احتیاطه ږغیږي. په دې ډول غواړي، چي د خلګو توجه ځان ته را واړوي نو ځیني ئې موافق کېږي او ځیني ئې مخالف نو ځیني خلګ ئې جواب ورکول خپله دنده بولي. دا دواړي رویې تاواني وي ، تجربه هم همدا وايي چي د یو چا حمایت یا ترديد د یو مشخص چا تر مشخص کولو پرته پر خپل وال په معتدل انداز کي تجزیه یا شننه کول ښه وي. د داسي خلګو پر پوسټ دکمنټ په ذریعه جواب ورکول د هغوی په ټولنيزه رتبه بندي کي په غیر محسوس ډول زیاتوب راځي او د هغوی د ټولنیزو فعالیتونو ساحه نوره هم ور پراخوي.


۳: دهري مسئلې پر ضد یا موافقت کي ځان مه اچوی، ټولنيزي رسنۍ یو دم یوه موضوع اسمان ته پورته کوي، د جذباتو او ولولو يو طوفان راپورته کوي، نه پوهېږم موږ ولي داسي پوهیږو چي پر هره مسئله تبصيره کول ضروري دي که چیري پر یوه مسئله تاسو په یوه لحاظ نه يو لحاظ مخالف واست نو په ډېر تحمل او زغم د ټولو تبصیرو جاج واخلي او د یوه مناسب وخت انتظار وکئ کله چي جذبات ساړه سوه نو په هغه وخت کي دي، په معتدل او مختصر ډول د خپلي رايي اظهار وکئ.


۴: یوه خبره یاد لرئ چي ټول ستاسو د رايي سره موافقت ضروري نه دئ او نه دا چي ته دي د هغوی موافق يې نو په همدې خاطر که چیري مو یو معقول کمينټ ته جواب ورکوئ نو وريې کئ مګر د ټولو ارادې ور اصلاح کول ستاسو دنده نه ده.


۵: د هیواد د مدني قوانينو خیال وساتئ. د مسلکي اختلافاتو اور تازه کول یا د هیواد او قوم په امنیتي معاملاتو کي د منفي طرز العمل پوسټونه او کمينټونه مه خپله کوئ او مه د بل چا داسي پوسټ خوښوئ او مه يې شریکوئ. که چیري تاسو د هغوی سره اختلاف لری نو په یوه ساده انداز کي ئې اظهارکول پروا نه لري. 

 

اخري هیله


فېسبوک زموږ د ژوند ډېر څه کیدای سي مګر هر څه مو باید نه وي. وخت تر ټولو ارزښتمنه سرمايه ده چي د ښه او بد استعمال په اړه موږ باید جواب ووایو خامخا فکر وکئ او په دعاوو کي مي یاد مه هېروئ.


پای 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته