بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه: ابومحمد نورالحق مظهری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-05-18
اوله برخه
غواړم دلته څو دلائل د قرآن او حدیث څخه ولیکم چی د ورایه ورڅخه داسي ښکاري چي امر بالمعروف تنها د علماؤ وظیفه نه بلکه د هر مسلمان وظیفه ده.
د قران څخه دلائل:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ.[سوره آل عمران 110]
ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چي ایستل شوي یاست د پاره د خلګو ، تاسو امر بالمعروف کوئ اونهی عن المنکر کوئ ، او په الله جل جلا له باندي ایمان لرئ ، او که چیري اهل کتابو ایمان راوړی وای نو د دوی لپاره به ډېره ښه وای ، د دوی څخه ځیني مسلمانان دي ، خو اکثره یې کافران دي.
په دې آیت شریف کي خطاب ټوله امت ته دی ، ځکه په لفظ د "کنتم" سره یوه خاصه طبقه خلګ مراد نه دي ، بلکه امت محمدي صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی ، وروسته چي کومه خبره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر راغلې ده هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده ، او د هر چا وظیفه ده.
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. [سورة التوبة 71]
ژباړه: نارینه مسلمانان او مسلماناني ښځي ځینی یې د ځینو نورو دوستان دي ، امر بالمعروف کوي اونهی عن المنکر کوي ، لمونځونه کوي او زکاتونه ورکوي ، او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي ، ډېر ژردی چي الله پاک به پردغه خلګو باندي خپل رحمت وکړي ، بیشکه الله غالب او حکمت والا دی.
پدې آیت شریف کي الله پاک بیله کوم تقسیم او توپیره مسلمانان سره دوستان بللي او د هغوی وظیفه یې د یو بل په مقابل کي دا ښودلې ده چي هغوی امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي ، همدا راز لمونځونه کوي.........
نو لکه چي لمونځ زکاة او د الله تعالی اطاعت د هرچا وظیفه ده همدا راز امر بالمعروف اونهی عن المنکر هم د هر چا وظیفه ده مګر دا چي د یوشرعي عذر له وجهی الله پاک د چا څخه ساقط کړی وي.
التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [سورة التوبة 112]
ژباړه: توبه کوونکي ، عبادت کوونکي ، حمد ویونکي، روژه نیوونکي، رکوع کوونکي، سجده کوونکي، په معروف باندي امر کوونکي او د بد کارڅخه نهي کوونکي ، او د الله تعا لی پر حدودو باندي حفاظت کوونکي ، او مسلمانانو ته د جنت زیري ورکړه.
پدې آیت کي الله پاک د مؤمینانو صفتونه په ډیرو صفاتو سره کړي دي چي یو د هغوی څخه دغه دی چي دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوي ، نو لکه چي نور کارونه د هر رښتیني مسلمان صفت دی امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دئ.
لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ [سورة آل عمران 113 - 114]
ژباړه: اهل کتاب ټوله یو ډول نه دي د اهل کتابو څخه یوه ډله ده چي د الله پردین باندي ولاړه ده ، د الله آیاتونه د شپې تلاوت کوي او سجده کوي ، پر الله جل جلا له او د آخرت پر ورځ ایمان لري ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوي ، د خیرات په کولو کي تلوار کوي ، او دغه خلګ نېک خلګ دي. (دا د عبدالله بن سلام او د هغه د ملګرو په اړه دی، رضي الله عنهم. کابلی تفسیر)
پدې آیت کي الله پاک د هغه اهل کتابو چي ایمان یې راوړی دی ، د نورو صفتونو په څنګ کي د دوی دا صفت هم ذکر کوي چي دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوي نو لکه نور صفتونه چي په هغوی باندي هر مومن د دوی متصف کیدلای شي په دغه صفت باندي هم هر مومن د دوی متصف کیدلای شي.
وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3).
ژباړه: زما دي قسم وي د مازیګر په وخت سره چي هر إنسان په تاوان کي دی ، مګر هغه څوک چي إیمان یې راوړی وي او نیک عمل یې کړی وي ، او په حق او صبر باندي یې توصیه کړې وي.
دلته الله پاک د جملې څخه د تاواني خلګو هغه خلګ استثناء کړی دي کوم چي په الله یې ایمان راوړی دی، ښه عمل یی کړی او په حق او صبر باندي یې توصیه کړې وي.
توصیه په حق او صبر باندي همدغه معنی چي نورو ته انسان د حق او صبر سپارښتنه کوي چي دغه خپله د امر بالمعروف اونهی عن المنکر معنی ده ، لکه په تفسیر قرطبی کي چي ددې آیت په تفسیر کي لیکي: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[قرطبی]
یعنی ځینو وځینو نوروته وصیت کړي وي ، او ځینو ځیني نور پردې باندي باعثه کړی وي ، نو چي کله وصیت بالحق او وصیت بالصبر امر بالمعروف شي نو لکه دلته چی په استثناء کي صفت ممیزه د هرمسلمان لپاره راغلی دی ، او د مسلمان لپاره صفت د کمال او جلا کوونکي صفت دی ، نو امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دی او پر هر چا باندي لازمه ده چي د خپل علم او توان موافق امر بالمعروف اونهی عن المنکر وکړي.
ان شاءالله نور بیا............