تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د خلکو د هدایت له پاره باید
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(شلمه برخه)


د خلکو د هدایت له پاره باید له هري ممکیني لاري ګټه پورته کړو!


راځئ وګورو چي اسلام څنګه افریقا، امریکا، هند او چین ته داخل سو، اوس چي څنګه په دې سیمو کي په میلیونونو مسلمانان ژوند کوي، مشایخو او دعوتګرو هغوی اسلام ته نه دي را بللي، بلکي دوی د عامو مسلمانانو له خوا د اسلام په مبارک دین مشرف سوي دي، دا بلونکي نه طالب العلمان وه، نه د مسجدونو امامان او نه هم له شریعت څخه فارغ التحصیل محصلان وه، دوی هغه سوداګر وه چي د تجارت په هدف دغو سیمو ته تلل او د تجارت ترڅنګ به یې خلکو ته د اسلام دعوت هم ورکاوه، چي اوس په خپله د هندوانو او چینایانو په منځ کي هم دعوتګران سته چي خلک سمي لاري ته را بولي، اجر او ثواب یې هغو تاجرانو ته هم رسېږي.


د ټولنیزو رسنیو او د دیني کتابونو وېش او د موبايل له لاري د اذکار کارټونو وېش يو داسي کار دی چي علم ته اړتيا نه لري، موږ هر یو کولای سو چي د سفر پر مهال یو څو ګټور کتابونه له ځان سره یوسو او کله چي د تېلو په پمپ کي درېږو، ځیني یې هلته یا په مسجد کي پرېږدو او ځیني یې د موټر پر سپرلیو ووېشو.


خلک باید د سفر په جریان کي یو څه واوري او ولولي، نو موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو، ترڅو د خدای جل جلاله ذکر او ښې خبري واوري او بل اړین کار باید دا وکړو، کله چي موږ یو ګټور کتاب وکتی، هغه باید را واخلو او بیا یې په مسجد کي یا پر خپلو ملګرو او یا یې پر شاګردانو ووېشو، ترڅو هغوی هم سالمه استفاده ځني وکړي.


د ځوانانو او نجونو هغه غونډو ته د ننوتلو له پاره زړورو خلکو ته اړتیا ده چي هغوی ځان ته جذب کړي.


هو! موږ باید په هغو غونډو کي چي په سالونونو، ساحلونو او سیاحتي ځایونو کي وي، ځانونه ورسوو، حتی په کورونو او هغو لارو کي چي موږ پر تېرېږو، په سته او جوړو سوو غونډو کي یې ګډون وکړو.


هو! د اصلاح خلک باید هلته داخل سي او نصیحت وکړي، ترڅو چي خپلي تېروتني درک کړي، له یو او بل سره مهربانه و اوسي او خپلو مشخصو هدفونو ته پام واړوي، که یو چا خپل د کور لاره ورکه کړې وي، نو هغه ته د سمي لاري لارښوونه وکړئ، په همدې کوچنۍ نېکۍ به تاسو ته لوی او مهربان څښتن ډېر- ډېر اجرونه درکړي او هغه کسان چي د خپل څښتن له لاري څخه منحرف سوي او په ګناهونو کي غرق دي، نېکي لاري ته راوبلئ.


د ډېر اجر او ثواب خاوند هغه څوک دی، چي دوی ته د سمي لاري لارښوونه کوي، که یو څوک دا هڅه کوي، چي ځوانان او نجوني فاسدي او باطلي لاري ته را وبولي، نو د اجر او ثواب خاوند هغه څوک دی، چي دوی د باطل څخه د حق لاري ته رابولي.


هر څومره چي ګناهونه او منکرات زیاتېږي، هغومره د الله جل جلاله غوسه راپورته کېږي او پر بنده ګانو مختلف عذابونه نازلېږي.


الله جل جلاله د سورت انفال په ۲۴ او ۲۵ آیتونو کي فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 24 وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ).


ژباړه: اې ايمان راوړونكو! د الله جل جلاله او د هغه د پیغمبر بلني ته لبيک وواياست، چي كله پیغمبر تاسي ته د هغه شي پر لوري بلنه درکړي، چي تاسي ته ژوند بخښونكى دی او وپوهېږئ چي الله جل جلاله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حايل دی او د هماغه لوري ته به تاسي ورغونډ کړای سئ او له هغي فتنې څخه ځان وژغورئ، چي د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړې توګه یوازي پر هغو خلكو پوري محدوده پاته نه سي چي په تاسي کي چا ګناه کړې وي او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركوونكى دی.


ابن عبدالبر په "التمهید" کي ذکر کړي، چي الله جل جلاله جبرائیلعلیه السلام ته وحي وکړې، چي د فلاني ښار خلک تباه کړه.


جبرائیلعلیه السلام وویل: ربه! ستا فلانی بنده چي نېک سړی دی، هر سهار ستا له بېري ژاړي، هره ورځ روژه نیسي، صدقه او نور نېک عملونه تر سره کوي، هغه هم د دوی په منځ کي دی، زه څنګه هغه له دوی سره یو ځای له منځه یوسم؟


الله جل جلاله وفرمايل: اول هغه هلاک کړه! هغه هیڅکله زما له پاره په غوسه سوی نه دی، يعني هيڅکله يې په نېکۍ امر او له بديو څخه يې منع نه ده کړې او د امام احمد او ترمذي له قوله دا هم ویل سوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: قسم په هغه چا چي زما ژوند د هغه په لاس کي دی، یا به په نېکۍ امر کوئ او له بدو څخه منع، یا نژدې ده، چي الله جل جلاله به له خپل طرفه پر تاسو عذاب نازل کړي، بیا به هغه ته دعا کوئ او هغه به نه قبلېږي او په مسند او نورو حدیثونو کي په صحیح سند سره ذکر سوي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلفرمایلي: داسي قوم نسته چي په منځ کي یې ګناه سوې وي، که څه هم نېکان له ګناه کارانو څخه ډېر ځواکمن او زیات هم وي، ترڅو چي یې هغوی بدل کړي نه وي، نو ډېر ژر خدای جل جلاله دوی ټول یو ځای په نازل سوي عذاب کي راګیر کړي دي.


د امام احمد په مسند کي په صحيح سند راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسل وويل: زما په امت کي داسي کسان سته چي د مخکنيو په شان ورته ثواب ورکول کېږي، ځکه چي دوی د بدیو څخه انکار کوي(نه یې ترسره کوي.)


ابو یعلی وايي، رسول الله صلی الله علیه وسل وفرمایل: الله جل جلاله ته تر ټولو محبوب عمل پر خدای جل جلاله ایمان راوړل دي، بیا د صله رحمۍ، بیا په نېکیو امر او له بدیو څخه منعه.


قدرمنو لوستونکو! هیڅوک د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وجیبې د پرېښولو له امله عذر نه سي وړاندي کولای، ځکه هر څوک د خپل توان په اندازه مسئول دی.


د امام مسلم څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسل وفرمایل: هر چا که له تاسو څخه یو منکر او بد کار ولیدی، نو هغه خپل په لاس منع کړئ، که مو وس نه وو، بیا یې په ژبه منع کړئ او که مو دومره هم طاقت نه وو، نو په زړه کي بد ځني یوسئ او دا د ایمان ضعیف ترین درجه ده. نو هر مسلمان ته اړینه ده، چي د منکراتو بندولو له پاره ټولي خپلي هڅي په کار واچوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته