تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
منځنۍ ښوونځۍ او که (منځنی ښوونځی) ولیکو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2023
  0
منځنۍ ښوونځۍ او که (منځنی ښوونځی) ولیکو
 
لیکنه: احمد فاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
په پښتو ژبه کي د نورو ژبني اختلافونو لکه د (څه) چي د (څخه) لنډ شکل دئ او په عین حال کي د سوال له پاره هم استعمالېږي او (نه) چي د (څخه) په معنی استعمالېږي او ورسره د نفي لپاره هم راځي. مثلاً ( له دوکان څه مي راوړئ، له دوکان نه مي راوړ) چي یو د بل پر ځای ئې خلک کاروي، زیاتره وخت د معنی د تغیر ستونزه جوړوي. د مونث او مذکر مسئله بله ستونزه ده لکه (سړک ده) او (سړک دئ)، د (ښ) او (خ) فرق لکه (ښندل) او (خندل) چي معنی تغیروي، د ( ږ) او(ګ) مسئله لکه ( لږېږي او لګېګي) چي مفهوم اړوي، (په کابل کي د پل خیشتي جامع پر دروازه داسي لیکلي وه " د مسجد لپاره پیسې ولږوی" مطلب یې دا وو چي د مسجد لپاره پیسې ولګوئ؛ مګر جمله دا معنا لري چي د مسجد لپاره پیسې کمي کړئ)، کله د خوږیاڼیو اولسوالي لیکي کله د خوګیاڼیو. همداسي د (ن) راوړل او نه راوړل لکه (موږ او مونږ) داغسي د حروفو د شا او مخته کېدو توپیرونه لکه (لوړ او ولړ)، (ژیندې او نیژدې)،( ږغ او غږ) همدا شان د (س) او (ش) مسئله لکه (وسو)، (وشو) دا رنګه د لنډوني اختلافات لکه په کندهارۍ لهجه کي د (کي یې) چي لنډ شکل یې (کې) دئ او په مشرقي لهجه کي چي (کې) د (کي ) پر ځای ویل کېږي. د توپیرونو په دوام د (هـ) او (ي) یو د بل پر ځای کارول لکه ( دوه کتابه، دوهم کتاب)، (دوه کتابه، دویم کتاب) چي د دوهمي جملې په (دویم) کي د (هـ) پر ځای (ي) راوړل سوې ده او داسي ډېرو نورو توپیرونو تر څنګ یوه  ژبنۍ اختلافي مسئله د (ي) ګانو مسئله هم ده چي اکثره وخت د پښتو پنځه (ي) ګاني یا یوه د بلي پر ځای استعمالېږي لکه ( دی احمد دئ) او (دی احمد دی) چي په اوله جمله کي نارینه (ی) او فعلي (ئ) پر خپل ځای او په دوهمه جمله کي د اول (دی) چي ضمیر دئ او دوهم (دی) چي کومکی فعل دئ (ي) ګاني ئې یو د بل پر ځای کارول سوي دي، یا یو فونیم دوه ډوله استعمال سوی دئ، یا تر ضرورت اضافه استعمالېږي لکه (د لوستل سوو/شوو کتابونو اوله پاڼه) او (د لوستل سویو/شویو کتابونو اوله پاڼه) چي د دوهمي جملې په (سویو/ شویو) کي (ي) اضافه ده.
 
د لهجوي لیکنو توپیرونه یوازي په پښتو کي نه بلکي د نړۍ په هره ژبه کي لیدل کېږي د مثال په ډول په انګلېسي کي امریکایان متر meter او سنټر center داسي لیکي خو انګرېزان ئې میتر metre او سنټر centre داسي لیکي. داغسي په دري کي هم (میروم او موروم)،(دالر او دولار) په جلا جلا ډولونو لیکي. اوس راځو خپلي اصلي موضوع ته چي (منځنۍ ښوونځۍ) ووایو که (منځی ښوونځی).
 لومړی خو منځنی صفت دئ که موصوف ښځینه نوم وو نو صفت هم ورسره ښځینه شکل اختیاروي او که اسم نارینه وو ببا صفت هم ورسره د نارینه بڼه خپلوي لکه (منځنۍ ښوونځۍ) او (منځنی مکتب).
 
د (منځنۍ ښوونځۍ) د لیکلو لپاره درې عمده دلایل وړاندي کوو:
اول: لکه څنګه چي ښوونه مونث نوم دئ نو ځای ئې هم باید مونث وویل سي؛ ځکه چي یو ترکیبي نوم جوړوي، (ښوونه، ځۍ) چي ګډ یا لنډ نوم یې (ښوونځۍ) کېږي، او که چیري د (ښوول) سره چي نارینه فعلي نوم دئ او (ځای) ورسره یو ځای کوو نو بیا به داسي لیکو( ښوولځای یا ښوولځی) داسي سم دئ ځکه چي (ښوول نارینه فعلي نوم دئ او ځای هم نارینه نوم دئ نو دواړه د ګرامر له لحاظه سره جوړ راځی همداسي پلورنه چي مونث یا ښځینه نوم دئ نو ځای ئې هم ښځینه ورسره یو ځای کېږی لکه (پلورنه، ځۍ) نو نه سو کولای چي (پلورنه، ځای، پلورنځای یا پلورنه ځی، پلورنځی) ئې ولیکو، باید (پلورنه ځۍ یا پلورنځۍ) ولیکل سي، داغسي هستوګنه او پخلنه یا پخونه هم د (ځۍ) په وروستاړي ور څخه ځايي ترکیبي نومونه جوړېدای سي. ځیني کسان چي پرته له خپلي لهجې څخه بلي هیڅ لهجې ته ارزښت نه ورکوي، هغوی ټولګۍ او ټولۍ هم په (ټولګی) او (ټولی) لیکي او وایي یې، په داسي حال کي چی ټولګۍ له (ټولګي) او ټولۍ له (ټولي) څخه مشتق او جوړ سوي دي. ټولګه ښځینه اسم دئ، (هـ) ئې د ځای یا ضرف په خاطر په لکۍ داره (ۍ) اوړي نو څنګه کېدای سي چي ټولګه دي ښځینه وایو او ټولګۍ دي په (ټولګی) چي نارینه نوم دئ، تلفظ کړو. همداسي ټولۍ او نور نومونه هم وشمېرئ.
 
دوهم: لکه څنګه چي (ګلدان /ګلدهن) یا (توفدان/توفدهن) په لکۍ داره (ۍ) ګانو سره ضرفي ترکیبي نومونه (ګلدانۍ/ګلدهنۍ) او (توفدانۍ/توفدهنۍ) جوړېږي نو ښوونه هم په لکۍ داره (ۍ) سره ځايي ترکیبي نوم (ښوونځۍ) جوړېدای سي.
 
دریم: هره سیمه حق لري چي په خپل ګړدود (لهجه) چي څنګه ئې خلک وایي هماغسي لیکنه وکړي، په کندهار کي ډېر نومونه په لکۍ داره (ۍ) تلفظ کېږي چي اړول ئې یا د کلیمې رواني له منځه وړي یا ئې معنی غلطېږي یا اقلاً خلک نه په پوهېږی؛ لکه منډۍ چي تجارتي سرای ته وایي، اوس که د (منډۍ) لکۍ داره (ۍ) په نارینه (ی) واړوو (منډی) ځني جوړېږي (منډی) اسم خاص دئ او (منډۍ) عام نوم دئ، دا دواړه فرق لري. ځینو پلرونو یا کورنیو له نازه پر هغه اولادونو (منډی) نوم ایښی وي چي په کوچنیوالي کي چاغ وي. همداسي کوکۍ، دړۍ، رېړۍ، بګۍ او داسي نور هم که په نارینه نومونو بدل سي معنی بدلوي. البته ځیني مسایل چي معنوي، وزني، رواني، د سختۍ او اوږدوني مشکل جوړوي یا د قدامي او اکثریت خصوصیاتو د تلف مشکلات را منځته کوي، هغه باید د یوه ګډ ژبني هیئت یا داسي ژبپوهانو چي د هري لهجې پوهان په کښې وي د هغوی له خوا د ګډي پرېکړي پر اساس یو معیار ورته وټاکل سي او یوه ګډه او عمومي لیکنیزه پښتو ژبه جوړه کړی.
 
پاته سو دا اوس چي د معیار په نامه (چي په اصل کي یې هیڅ معیاري اساس او قاعده معلومه نده) کوم لهجوي یرغل او تعصب د ځینو خاصو کسانو لخوا را روان دئ او غواړي چي د پښتو نوري لهجې تر خپلي لهجې لاندي کړي، دا د منلو وړ نه دئ.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته