عصري کرهڼي ته اړتیا
لیکنه: انجینر مطیع الله ذهین/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الله تعالی انسانانو ته دا وړتیا او ظرفیت ورکړی او په مځکه کي ئې هم مساعد شرایط (اوبه، مختلف النوع خاوري، بېلا بېل اقلیمونه او موسمونه، لمر...) ورته برابر کړي دي؛ ترڅو له فکر، تدبر او تعقل څخه کار واخلي او د بېلا بیلو نباتاتو او بوټو (مېوې، غلې، حیوبات، سبزیجات، صنعتي بوټي...) په کرلو، ايښوولو، روزلو او ساتلو سره د خپلي اړتيا وړ غذایي موادو بېلا بېل ډولونه؛ لکه: نشايسته، پروټين، شحم، ويټامين او نور تر لاسه کړي. الله تعالی انسانانو ته دا قوت، ظرفیت او فرصت هم ورکړی دئ، چي د علوفه یي نباتاتو په کښت، روزنه او د څارويو د تغذيې له لاري حيواني محصولات؛ لکه: لبنيات، غوښه، هکۍ، وړۍ، پوست او نور هم لاس ته راوړي. په مجموع کي د نباتاتو کرهڼه او روزنه نه يواځي د ژوند په سمون، هوسایي، د احتیاج څخه په خلاصون او د اقتصادي حالت په ښه کېدو، رغېدو، غوړېدو او پر ځان په بساینه کي مؤثر اغېز لري بل لا ژوند هم ښکلی او زړه راکښونکی کوي.
کرهنیز سکټور د ټولو اقتصادي سکټورونو د پراختیا او پرمختیا له پاره د اساس او مخکښ حیثیت لري او دا سکټور د کار او سالم مصروفيت او عاید يوه مهمه سرچينه بلل کیږي. د کرهنیزو محصولاتو څخه د فابريکو له پاره خام مواد چمتو کیږي. د کرهني په میکانیزه کولو، پراختیا، پرمختيا او د کرهنیزو محصولاتو په صدور سره صادراتي عوايد ډېریږي او لوړيږي او په ټوله کي کرهنیز محصولات د خلکو د اقتصاد د غوړېدو، ښه کېدو او د ژوند د سوکالۍ او ارامۍ مهمه برخه ده.
زموږ هیواد زراعتي هیواد دئ او د نفوسو ښه ډېره برخه مو په کرهنیزو چارو او مالدارۍ کي مصروف دي او له دې لاري په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خپل ژوند اساسي اړتیاوي او ضرورتونه پوره کوي؛ خو له بده مرغه په مجموع کي زموږ زراعت لا پر هماغه پخواني کلیوالي او عنعنوي سیسټم ولاړ دئ او داسي اساسي بدلون او سمون چي د کرهنیز سیسټم د عصري او میکانیره کېدو سبب سي لا منځته نه دئ پکښي راغلی او د بزګر او کروندګر عواید مو د هغه د ستړیا، مصارفو او لګښتونو او د ژوند د تقاضا په نسبت ډېر کم او حتی بېخي پر هیڅ حساب دي.
د دې سره ـ سره زموږ هیواد، چي د عصري ټکنالوژۍ د تطبيق او کارېدنې، د میکانیزه کرهڼي د ایجاد او ترویج او د اوبوني او خړوبوني د منظمو شبکو د جوړښت او پراختيا له لاري د زراعتي محصولاتو د توليد د ډېروالي، لوړوالي او ښه والي ستره وړتيا او ظرفيت لري؛ خو په خواشني سره چي د اوږدو کورنیو جګړو، بهرنیو یرغلونو، مسلسلو او دوامدارو وچکاليو، د نباتي امراضو او افتونو ډېرښت، د زراعت په سکتور کي د مسلکي پوهي نېستۍ او د پرمختللو او عصري امکانانو او وسایلو نه موجودیت/ کمښت زموږ د کرهڼي او مالدارۍ سکتور ته درنې ضربې ورکړي، د هیواد کرهڼي، بندونو، نهرونو، کارېزونو، ځنګلونو او څړځایو او د ژوند چاپېریال ته مو سخته صدمه رسېدلې او په همدې تناسب مالداري هم ورسره زیانمنه سوې ده. د هیواد نفوس لوی اکثریت مو په کرهڼه او کرهنیزو چارو مصروف دي؛ خو لا هم د ژوند په بېخي لومړنیو ضرورتو کي د نورو له احتیاج څخه خلاص نه یو، هیواد مو د کرهنیزو محصولاتو ستر وارداتي هیواد دئ او هر کال مو بهرنیو هیوادونو ته په میلیونونه ډالر د داسي کرهنیزو محصولاتو پر واردولو ځي، چي په کور دننه کي د هغو تولید ته په پراخه کچه فرصتونه او شرائط برابر دي.
د هیواد د اوبو غني زېرمو، وسیع حاصل خیزو دښتونو او د حاصل وړ شاړو مځکو ته لازمه پاملرنه نه ده سوې. د کښت او کروندې د اوبوني او خړوبوني د معاصرو او مؤثرو سيسټمونه استعمال بېخي د صفر سره برابر دئ. له اصلاح سوو او مقاومو تخمونو او نیالګیو څخه هیڅ او یا ډېره لږ استفاده کیږي، مناسبو زراعتي ماشين آلاتو او وسايلو ته لاسرسى نه سته، کرهنیز آفات او مرضونه تر حد اوښتي او د هغو د کنټرول په وقایوي او معالجوي دواړو مرحلو کي هیڅ معیار په پام کي نه نیول کیږي. د خاوري او اوبو د تجزیې او د هغو د حالاتو او نوعیت د معلومولو تخنیکي لابراتوارونه او د امراضو او آفاتو د تشخیص کلینیکونه خو بېخي څوک پېژني لا هم نه، د څو محدودو او مشخصو سرو او کودونو څخه د نبات ضرورت ته له کتو پرته او هغه هم په غیر معیاري ډول دوامداره استفاده کیږي، د کرهنیزو محصولاتو د خرڅلاوو له پاره مناسب داخلي او بهرنی مارکېټ نه لرو او نه مو محصولات پر هغو معیارونو برابر دي، چي د کرهنیزو محصولاتو مارکېټ ئې تقاضا او غوښتنه کوي او نه ئې د پروسیس او ذخیري امکانات لرو. د اوبو ښه ډېره برخه مو اوس هم نورو هیوادونو ته ځي او د اوبو د مهار، مدیریت او کنترول او له هغو څخه د نورو استفادو ترڅنګ د شاړو او نا آبادو مځکو د آبادولو په برخه کي هم مؤثره او اغېزمنه استفاده نه ده سوې.
زموږ د هیواد د کرهڼي په برخه کي د اساسي مسلکي او فني توجه او کار کولو په پایله کي د هیواد د اوسني نفوس په پرتله و څو چنده نور نفوس ته هم غله، سبزجات او مېوې ورکولای سي. نن زموږ د هیواد په لویو او لومړیو ضرورتونو کي لومړی ضرورت دا دئ، چي د غلې له خوا پر خپل ځان متکي سو، نه یوازي دا چي له بهر څخه د غلې، سبریجاتو، غوړو او نورو حیواني محصولاتو له واردولو څخه وژغورل سو؛ بلکي خپلو ګاونډیو ته ئې هم باید صادر کړو. او دې هدف ته د رسېدو له پاره باید د کرهنیز سکتور د ودي د لازمو فرصوتونه، امکاناتو او کرهڼي ته د هیواد برابرو شرائطو څخه په مؤثر ډول استفاده وسي.
د نفوس چټکه ډېرېدنه، مسلسله وچکالي، د کرهنیزو افتونو او مرضونو ډېرښت، چاپېریالي مشکلات او ککړتیاوي او د ژوند پر بېلا بیلو ابعادو او عرصو د هغو ناوړي او منفي اغېزې او په مجموع کي اقلیمي بدلون د کافي او مصؤني غذا اړتیا او ضرورت نور هم ډېروي او لازمه دا ده، چي په لوړه کچه د کرهنیز سکټور د علمي او فني متخصصيونو او تحصیلي بنسټونو په ملاټر او مټو د کرهنیز سیسټم د عصري کېدو، پراختیا، پرمختیا او د کرهنیزو محصولاتو په کمي او کیفي لحاظ د ښه والي او ډېروالي له پاره جدي او اساسي کار وسي؛ ترڅو هم د غربت، فقر، احتیاج او نېستۍ مخه ورسره ونیول سي او هم د داسي محصولاتو د تولید ګراف راټیټ او بېخي له منځه ولاړ سي، چي نه په هیواد کي دننه ښه بیه او بازار لري او نه هم تر هیواد دباندي د هیوادونو په کچه حساب پر کېدای سي.
په دې برخه کي زموږ د هغو مسلکي پوهانو، متخصیصنو او خبیر اشخاصو ونډه او مسؤلیت خورا ډېر دئ، چي د کرهڼي په عرصه کي مسلکي او تخنیکي زده کړي او علمي او عملي تجربې لري؛ ترڅو د هیواد د کرهنیز سکتور د اصلاح، تقویې، قوت او مؤثریت په موخه نوي او عصري طریقې او مسلکي طرحي، لاري او میتودونه وړاندي کړي، لیکني او څېړني وکړي او د هغو د ترویج او عملي کېدو له پاره باید کار وکړي.
هیله ده د کرهني علمي او تحصیلي بنسټونه او د کرهني او مالدارۍ وزارت په پراخه کچه د ګټورو بوټو او نباتاتو، چي زموږ د هیواد د اقلیمي شرایطو، خاوري، اوبو او ... سره توافق او د اقتصادي حالت په غوړېدا او رغېدا کي مو ښه او مؤثر اغېز او ارزښت ولري، پر پېژندنه، ارزښت، کښت، کرلو، روزلو، ترویج، استعمال، ذخیره، پروسس، مارکېټ او نورو ورسره تړلو برخو باندي ډېر کار وکړي او د الله تعالی راکړو نعمتونو او فرصتونو څخه په پوره تدبر او تعقل سره د خپل هیواد په جوړونه او پرمختګ او د خپل اولس په هوسایي او ارامي کي استفاده وکړو.
www.taleemulislam.net