تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په دیني او ملي ارزښتونو پوه خبریال د ټولني طبیب دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 23, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په دیني او ملي ارزښتونو پوه خبریال د ټولني طبیب دئ


د دین او ملت ارزښتونه باید د هر مسلمان له پاره سرې کرښي وي او د دې ارزښتونو ساتنه باید د سر او مال په بیه وکړي.


د ټولني د هر قشر او هر مسلک خلک باید د دین او ملت په ګټو پوه وي او د دې ساتنه خپله فریضه وبولي. 


مثلا یو ډاکټر که د دیني او ملي ارزښتونو درناوی ولري، ده ته به د خپلو خلکو خدمت خوند ورکوي، خپله دنده به په اخلاص سرته رسوي، نیت به يې صفا وي او د دندي په مقابل کي به د حلال رزق ترڅنګ د عبادت په څېر ثوابونه هم ترلاسه کوي.


نو همداسي نور ټول مسلکونه فرض کړئ، یعني د هر مسلک خلک که دیني او ملي ګټو ته ژمن سي، هم به يې خپله دنیا او آخرت سم سي او هم به يې د خپل مسلک له لاري ټولني ته ريښتنی خدمت کړی وي.


زه غواړم خصوصا د هغه خبریال چي دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، د مسئولیت او ټولني ته يې د افادیت په اړه یوڅه ولیکم. 


خبریالي یو ډېر سپېڅلی مسلک دئ، دنده يې دا ده، چي د ټولني خلک د همدغه ټولني په وضعیت خبر کړي او خلکو ته د ذهنیت جوړوني په هدف عامه پوهاوی وړاندي کړي. 


خبریالي یو ټولنیز مسلک دئ، د خبریال سروکار مستقیما د ټولني سره دئ او د کار اغېز يې د ټولني خلک متاثره کوي، ځکه نو خبریال د ټولني په وړاندي ډېر دروند مسئولیت لري او د ټولني په پرمختګ او بحران کي غوښن رول لري. 


که خبریالان د دیني او ملي فکر څښتنان وي، دوی د خپل مسلک له لاري کولای سي، په ټولنه کي داسي فعالیت وکړي، چي ټولنه د پرمختګ لوري ته رهبري کړي، د آینده ممکنه بحرانونو مخه ونیسي او د ټولني موجوده ستونزو ته د حل لاري پیدا او پېشنهاد کړي. 


اما که چیري خبریالان د پیسو زامن وي، فکري غلامان وي او د بهرنیو مفکورو څخه متاثره وي، بیا نو دا خلک د دې ټولني له پاره ډېر مضر تمامېدای سي. 


په کار دا ده، چي خبریال په ټولنه کي خپل ارزښت وپېژني، دیني او ملي ګټي وپېژني او هیڅکله پرېنږدي، چي د نورو افغان دښمن کړیو له خوا څخه د دین او ملت د ګټو خلاف استعمال سي. 

 

نېټه: ۹/ رمضان المبارک/۱۴۴۵

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته