د امت یووالی
(درېیمه برخه)
لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
ژباړن: مولوي رحمت الله نړیوال
یوه شبهه او ځواب یې
د دین له اصولو او د اختلاف له اسبابو ناخبرو خلکو ته دا شبهه ورپیدا کیږي، چي دا څنګه کيدلای سي چي په اسلامي شریعت کي دي یو شی حلال هم سي او حرام دي هم سي، روا دي هم وي ناروا دي هم وي؟! ښکاره خبره ده، چي په دې دوو کي به یو غلط او بل به صحیح وي، بیا دواړي خواوي څنګه د احترام وړ کېدلای سي، کوم څه چي یو کس غلط بولي هغه ته غلط ویل عین دیانت دئ.
ددې ځواب دا دئ، چي خبره په مطلق حلالو او حرامو، روا او ناروا کي نه ده؛ ځکه چي د قرآن او حدیثو په نصوصو کي ځیني شیان په ښکاره ډول حرام دي؛ لکه: سود، شراب، خمار، رشوت او... په دې کي هیڅ دوې رایي نه ځاییږي او نه د سلفو صالحینو پکي اختلاف کېدلای سي، بلکي په دې کي اختلاف کول ددین له ښکاره او واضحو نصوصو انکار کول دي چي د امت په اجماع الحاد او ګمراهي ده، له داسي خلکو څخه د بېزارۍ او برائت اعلان د ایمان تقاضا ده، په دې کي نرمي ناروا ده.
د نرمۍ تلقین او د رایي د اختلاف سره سره د خپل مخالف د رایي احترام یواځي په داسي مسایلو کي دئ، چي یا خو په قرآن او حدیثو کي صراحتًا ذکر سوي نه وي او یا ذکر سوي وي؛ خو داسي مجملي او مبهمي وي چي د تشریح او تفسیر پرته عمل نه سي ورباندي کېدلای یا په دوو روایتونه کي په ښکاره تعارض معلومیږي، په دې ټولو صورتونو کي مجتهد عالم د قرآن او حدیثو په نصوصو کي د خپل استعداد موافق له غور او فکر وروسته دې معلومولو ته اړ سي چي ددې منشا او مفهوم چیشي دئ؟ او له دې کوم احکام راوځي؟ په دې صورت کي ښايي چي یو مجتهد عالم دي د اجتهاد له اصولو سره سم په قرآن، حدیثو، تعامل صحابه او ... کي له فکرکولو وروسته دې نتیجې ته ورسیږي چي فلان کار روا دئ او بل مجتهد عالم دي په دې اصولو کي له بشپړ غور او فکر وروسته ددې کار نارواتوب صحیح وبولي، په دې صورت کي دا دواړه د الله جل جلاله په نزد د اجر او ثواب مستحقین دي پر یوه هم هیڅ عتاب نسته، د چا رایه چي عندالله صحیح وي هغه ته دوچنده اجر او ثواب او د چا رایه چي صحیح نه وي هغه ته یو اجر رسیږي، له دې څخه ځینو علماوو ته خیال ور پیدا سوی، چي په اجتهادي اختلافاتو کي دواړه متضاد قولونه حق او صحیح وي؛ دا ځکه چي د الله جل جلاله مقصد یو خاص کار نه وي، بلکي د بندګانو د اطاعت ازموینه یې مقصد وي، نو چي دواړه خپله فریضه ادا کړي د دواړو ځواب صحیح دی، خو د جمهورو او مجتهدینو امامانو تحقیق دا دی چي د الله جل جلاله په علم کي په دې دوو کي یو حق او صحیح دی نو څوک چي په خپل اجتهاد دا حق ومومي هغه په هر اعتبار کامیاب او د دوچنده اجر مستحق دئ او څوک چي له پوره کوشش سره دې حد ته ونه رسیږي هغه معذور دی، ملامتي ورباندي نسته او د خپلي هڅي او کوشش یو اجر ورته رسیږي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net