پر پاکي ښځي د تهمت ويلو ګناه
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن حذيفة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قذف المحصنة يهدم عمل مائة سنة.[مساوئ الأخلاق للخرائطي۷۰۳]
ژباړه: حذيفه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چي ده وفرمايل: پر پاکي ښځي تهمت ويل د انسان د سلو کلونو عملونه خرابوي.
څوک چي پر پاکي مسلماني ښځي تهمت تړي او هغه په زنا او فحشاء باندي متهمه کوي سزا به يې دا وي چي د سلو کلونو نيک اعمال به يې خرابيږي.
زموږ ټول مسلمانان بايد خپل سر خلاص کړي چي د تهمت موضوع ډېره لويه او حساسه ده ځکه نو بېله شرعي شواهدو په هيڅ صورت کي پر کومي ښځي تهمت مه لګوئ.
www.taleemulislam.net