تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوو فارغ سوو محصلینو او زده کوونکو ته
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  June 10, 2024
  0

لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 

نوو فارغ سوو محصلینو او زده کوونکو ته

 

ګرانو محصلینو او زده کوونکو!

له درس نظامي څخه ستاسو فراغت په حقیقت کي د علم له بحر سره د اشنایي او معرفت په معنا دی، له درس نظامي څخه فراغت دې تاسو هیڅکله په دې دوکه نه کړي چي ګواکي تاسو نور له درسونو فارغ سواست، ټول علوم مو یاد کړه او تاسو د نور علم حاصلولو محتاج نه یاست، بلکي حقیقت دادی چي اصلا تاسو اوس له علم، مطالعې او پوهي سره اشنا سواست، د علم حاصلولو کیلي مو ترلاسه کړه او د مطالعې او معلوماتو زیاتولو طریقه کار مو وپېژانده.

 

ستاسو مخته د علم بحر دی، اوس مو تازه د علم بحر ته لار ومونده، په دې بحر کي داسي نایاب علوم پراته دي چي ستاسو د دنیوي او اخروي ژوند د جوړېدو باعث ګرځي او حاصلول یې ستاسو څخه په پراخه پیمانه کار، محنت، خولې تویول، ستړیا، مسافري، لوږه، تنده او بدخابي غواړي.

 

اوس اوس تاسو د خپلي ایندې او ښه راتلونکي واکداران یاست؛ له خپله ځانه وپوښتئ·

 

غواړئ ځان جوړ کړئ؟

 

غواړئ کورنۍ اسوده کړئ؟

 

غواړئ هیواد، ولس او ټولني ته کار وکړئ؟

 

غواړئ د دین اسلام خدمت ته ملا وتړې، د دین د دوښمنانو، معاصر جاهلیت او غربي ایزمونو او اهدافو څخه یې باخبره او په وړاندي یې په معنوي (عقیده او امانیات) او مادي (ساینس او ټکنالوژي) هرڅه کي د دین اسلام کلک مبارز او مدافع جوړ سئ؟

 

ددې هر څه کولو پرېکړه، واک او اختیار ستاسو په لاسونو کي دئ، که مو دې پوښتنو ته ځواب راسره د(هو) وي؛ نو لاندي څو نکات مدِ نظر ونیسئ:

 

۱ ـ تر هر څه وړاندي خپل نیتوته اصلاح او سم کړئ، د زده کړو لپاره خپل نیت خالص د الله تعالی رضا او له دې لاري نورو ته د خدمت په کولو سره جوړ کړئ.

 

۲ ـ لوړ هدف وټاکئ، بې هدفه ژوند د هیڅ ژوند په معنا دئ.

 

۳ ـ (روزمره، اونیز، کلنی، پنځه کلنی او لس کلنی) پلان جوړ کړئ.

 

۴ ـ خپل پلان او تقسیم اوقات په جدیت سره تعقیب کړئ، هیڅ شی دي ستاسو په تقسیم اوقات کي د خلل رامنځته کولو باعث نه سي.

 

۶ ـ هوډمن، خوشبین او پر الله تعالی نېک ګمان کوونکي واوسئ.

 

۷ـ پراخه، عمیقه، وسیعه او دقیقه مطالعه وکړئ، مطالعه تاسو خپلو ارمانونو او اهدافو ته نژدې کوي.

 

۸ ـ د وخت ارزښت وپېژنئ او د وخت قدر وکړئ.

 

۹ ـ د نېکانو، پوهانو او هوښیارانو خلکو صحبت او ملګرتیا همېشه د ځان په برخه ولرئ.

 

۱۰ ـ خپل زړه له الله سره وساتئ، د تقوا په جوهر ځانونه سمبال کړئ او له ګناهونو څخه یو پرهېزګار انسان ځان جوړ کړئ.

 

۱۱ ـ له مایوسئ، تنبلی، غفلت، بې اعتنایي، قهر او نورو اخلاقي رزایلو څخه ځانونه وساتئ.

 

۱۲ ـ په کړنو کي تل مشورې کوئ، مشورې اخلئ او د مشورې اهل وپېژنئ.

 

۱۳ ـ غوره رشته انتخاب کړئ، د رشتې په انتخاب کي خپل ذوق او استعداد په پام کي ونیسئ او ځانونه د یوې برخي متخصصین جوړ کړئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته