لیکنه: حامد افغان
یو مصری عالم شیخ علي الطنطاوي په خپلو یادښتونوکې کيسه کوي:
د سوریې دپلازمینې دمشق په یوه نسبتأ غریبه سیمه کې یو لوی جامع جومات ده چې( مسجدالتوبه) یې بولي، په دې جومات کې دا اویا کاله کیږې چې یو شیخ په کې اوسي، داشیخ ډیر دینداره ، دښو اخلاقو اوښه علم څښتن دی، د دې جومات په خلکو ډیر ګران اوخپل دیني او دنیوي معاملات ټول له ده سره شریکوي، شیخ سلیم کیسه کا چې زه ځوان وم اوپه دې جومات کې مې دعلم ترلاسه کولو په نیت واړول، له جومات سره نښتې یوه خونه ده په هغه کې به اوسیدلم.
دی وایې: یو وخت زه سخت وږی شوم، دوه شپې مې هیڅ نه و خوړلې، دریمه شپه مې هم څه پیدانکړل او له چانه سوال کول مې هم زړه نه غوښتل، سهار دې حالت ته ورسیدلم چې دځان په هلاکیدلو وډارشوم، له ځانه سره مې وویل چې اوس نوهغه وخت ده چې د ژوندي پاته کیدلو له پاره شرعا مردار خوراک هم رواده اوله چانه دومره شی غلا کول هم روا دي چې لوږه پرې لرې کړم، نوله ځانه سره مې غلا خوښه کړه.
دی وایې، د دې سیمې کورونه ټول پخواني، ډیر ګڼ او له یوه بل سره نښتې جوړ شوې دي، که دیوه کور بام ته وخیږې دکورونو په بامونو باندې دمحلې پای ته هم تللی شې. شیخ سلیم وایې دخپلې خونې بام ته وختلم اوبیا ورسره کور ته ور واښتلم، په کور کې ښځه وه له هغې مې ځان پټ کړ ورسره بل کور ته ورغلم، هغه کور خالې و او ورښکته شوم، چې ښکته شوم دپخو خوړو بوي مې حس کړ، له ډیرې لوږې هغه بوی دمقناطیس په څیر پخلنځي ته ورکش کړم، هلته ېو ګرم دیګ ایښی و، سرمې خلاص کړ په هغه کې توربانجان پاخه ایښې وو چې منځونه یې له غوښې ډک وو، یومې راوکیښ، هغه ډیر ګرم و خو زه له ډیرې لوږې په ګرمو او سړو نه وم، خوله مې پرې ولګوله چې یو دوه ځله مې په خوله کې اړاوه په دې وخت کې مې سر ته دین اوعقل راغلل.... له ځانه سره مې وویل: د دیني علم طالب یې، په جومات کې اوسې، پردي کورته پټ راغلی یې او دغلا خواړه خورې؟!! .
ګوله مې بیرته وغورځوله تیز له کوره ووتلم اوپه منډه مې جومات ته ځان ورساوه، هلته زموږ استاد دطالبانو حلقې ته ناست و او درس یې ورته ویلې، زه هم ورته کینستلم خوله ډیرې لوږې په دې نه پوهیدلم چې څه وایې، لیږ ځنډ وروسته درس خلاص اوشاګردان رخصت شول، زه لا ناست وم چې استاد ته یوه ښځه راغله، هغه مکمله په پرده کې وه داستاد خواته کینستله، څه خبرې یې ورته وکړې خوما وا نه وریدلې، استاد زه ور وغوښتلم او راته ویې ویل: ته واده غواړې؟ ماورته وویل: زه په جېب کې دومره پیسې نلرم چې ځان ته وچه ډوډۍ پرې واخلم واده به په څه شي ګوم.
استاد وویل: داښځه وایې موږ دلته له بله ځایه راغلې یو اوهیڅوک هم نه پیژنو، څه موده مخکې مې میړه مړشو، دهغه کور او معاش ماته راپاته شوو، زه بل څوک نلرم یوسپین ږیری تره لرم هغه دجومات په کونج کې چې ناست ده هغه هم هیڅ نلرې له ماسره اوسې، داښځه وایې چې زه غواړم په حلاله نکاح میړه وکړم، څو له بدنظره خلکو ځان وساتم، استا دراته وویل: که واده غواړې داښځه درته کوم او مهر یې زه درته پرې کوم، شیخ سلیم وایې ما استاد ته وویل چې داسې وي بیایې غواړم....
استاد سمدستې دهغې تره راوغوښت دوه شاهدان یې هم پیداکړل اوپه جومات کې یې نکاح راوتړله، له نکاح وروسته يې راته وویل اوس خپل کورته ولاړشئ، ما ښځه له لاسه ونیوله اودهغې کورته ولا ړو. کور ته چې ننوتلو ښځې له مخه پرده لرې کړه، هغه بیخې ځوانه او زیاته ښایسته وه، چې کورته مې وکتل هغه کور و چې لیږ مخکې زه په غلا ورته راوښتی وم!!. ښځې راته وویل چې ډوډې خورې؟ ماورته وویل هو خورم یې، هغې خواړه راوړل اوزما مخته یې کېښودل، زه دالله قدرت اوعجیب شان ته حیران پاتې وم، ښځې راته وویل: ډیر خواږه توربانجان مې له غوښې سره پاخه کړې دي، خو عجیبه ده نه پوهیږم څوک دلته راغلې دي له یوه نه یې یوه ګوله خوړلې ده!!.
شیخ سلیم وایې: زه په ژړاشوم اوپه ژړا ژړاکې مې خپله کیسه ورته وکړه، هغه هم حیرانه شوه او راته ویې ویل:
دالله عجیب شان ته ګوره دبانجان له یوې حرامې ګولې دې دهغه له ویرې پرهیز وکړ، مهربانه ذات هغه بانجان، له کور او دکور له میرمنې سره درکړل!!.
---------------------