سوال : كه څوك لمونځ كوي او لمړى تكبير وايي ، نو دلاسونو پورته كول داسي دي چي خامخابه يي د غوږنو نرميو ته وروړي او كه نه ، يواځي به د غوږونو تر نرميو پوري خپل لاسونه پورته كوي ؟
د سوال کونکي نوم : نورخان
جواب : د لمانځه په شروع کي د تحريمې د تکبير پر مهال د نارينه وو د پاره لاسونه تر غوږو پوري پورته کول سنت دي پدې ډول چي د دواړو لاسونو بټي گوتي د غوږونو د نرميو تر برابرۍ پورته سي البته د غوږو د نرميو سره د بټو ګوتو سرونه مښلول ضروري نه دي .
امام سرخسي رحمة الله عليه په مبسوط کي دا مسئله داسي رانقل کړې ده : وَالْمَسْنُونُ عِنْدَنَا أَنْ يَرْفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ إبْهَامَاهُ شَحْمَتَيْ أُذُنَيْهِ وَرُءُوسُ أَصَابِعِهِ فُرُوعَ أُذُنَيْهِ وَهُوَ قَوْلُ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ وَعِنْدَ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ الْمَسْنُونُ أَنْ يَرْفَعَ يَدَيْهِ إلَى مَنْكِبَيْهِ وَهُوَ قَوْلُ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمَا وَاحْتَجَّ بِحَدِيثِ أَبِي حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ
ژباړه : زموږ په آند سنت طريقه دا ده ،چي دواړه لاسونه دونه پورته کړي چي بټي ګوتي د غوږو د نرميو سره برابري کړي او د نورو ګوتو سرونه د غوږو د څوکو سره برابري کړي او همدا د ابوموسي الاشعري رضي الله عنه وينا هم ده ، د امام شافعي رحمة الله عليه په آند د لاسونو پورته کول تر اوږو پوري سنت دي ، د ابن عمر رضي الله عنه وينا هم داسي ده او امام شافعي رحمة الله عليه د ابو حميد الساعدي رضي الله عنه حديث د خپل قول د پاره دليل وړاندي کوي .
د يادوني وړ ده چي په الدرالمختار کي يې د محاذات څخه مراد دا اخيستى دئ ،چي بټي ګوتي د غوږو د نرميو سره ومښلول سي لکه څه ډول چي وايي :
( وَرَفَعَ يَدَيْهِ ) قَبْلَ التَّكْبِيرِ ، وَقِيلَ مَعَهُ ( مَاسًّا بِإِبْهَامَيْهِ شَحْمَتَيْ أُذُنَيْهِ ) هُوَ الْمُرَادُ بِالْمُحَاذَاةِ لِأَنَّهَا لَا تُتَيَقَّنُ إلَّا بِذَلِكَ ، وَيَسْتَقْبِلُ بِكَفَّيْهِ الْقِبْلَةَ ،
ژباړه : او دواړه لاسونه دي د الله اکبر تر ويلو مخته او څوک وايي د الله اکبر د ويلو سره يو ځاى پدې ډول پورته کړي چي بټي گوتي يې د غوږو د نرميو سره مښلولي وي .
د برابرۍ همدا مراد دئ ، ځکه بېله دي څخه برابري باوري کېدلاى نسي او ورغوي دي د قبلې خوا ته کوي .
د تعلیم الاسلام مجلې د ۷ ګڼې څخه- د دارالافتاء څانګه