تعلیم الاسلام دارافتاء
مسلسله شميره : (۲۵۹)
نوم: فهیم ناصري
د اوسيدو ځای: کاناډا ټورنټو
سوال : دلته په کاناډ کی ښځی هم مسجید ته ځی، زه کله مسجید ته ولاړم هلته د ښځی هم راغلی وی خپل لمونځ یی په جمع و کړل ، زه ډیر ورته اریان سولم چی داسنګه حساب دی؟
جواب :
بسم الله الرحمن الرحیم
په اوس وخت کي د ښځو تلل و مساجدو ته مکروه دي ځکه نن سبا د فتنې او فساد وخت دی نو د ښځو تګ و مسجد ته که د هر لمانځه د پاره هم وي، هغه که جمعه وي او که د اختر یا د وعظ د پاره وي مکروه دی، بذل المجهول في حل ابي داؤدکي لیکي: فتوی نن ورځ پر دغه ده چي د ښځو تګ و مسجد ته و هر لمانځه ته مکروه دی.(۱)
جواب: مولوی عبدالحکیم
کتنه: مولوی عبدالهادي اغا او مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
(۱):بذل المجهود،کتاب الصلاة،باب ماجاء فی خروج النساء الی المسجد، ۳۱۸/۱، محمودیة، ج۶، ص۴۷۸
(۲):ويكره حضورهن الجماعة ولو لجمعة وعيد ووعظ مطلقا ولو عجوزا ليلا على المذهب المفتى به لفساد الزمان . الدر المختار ، کتاب الصلاة ، باب الامامة ، ج۱، ص۵۶۶ طبع:سعید