تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عمري عدالت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 23, 2023
  0

لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 


عمري عدالت

 

عمر رضي الله عنه چي به کوم سړي په دنده وګوماره، نو د انصارو او نورو اصحابو يوه ډله به یې راوستله، څلور شرطونه به یې پرې کيښودل: پر تاتاري اس دې نه سپریږي، نرۍ جامې دي نه اغوندي او ځانګړی خوراک دې نه کوي، د خلکو د اړتیاو په وړاندې دې دروازه نه تړي او محافظ دي نه نیسي. یو ځل د مدینې په کوڅو کي روان و چي یو سړي ورباندي غږ وکړ: ای عمره، ایا دا شرطونه به تا د الله تعالی نه خلاص کړي او په مصر کي ستا والي عیاض بن غنم نرۍ جامې اغوندي او ساتونکی يې هم نیولی دی؟ 


محمد بن سلمه یې راوغوښت، دايې د خبر استازی و، ويې لېږه او ورته يې وویل: په کوم شکل چي ورسره مخ شوې، هم هغه شان یې راوله. ورغی، پر دروازه يې محافظ ولاړ و، ده نرۍ جامې اغوستي وې. ویې ویل: امیرالمومنین غوښتی يې، ویې ویل: لږ مي پرېږده چي دا چپنه بدله کړم، ویې ویل: نه، په همدې شان یې غوښتی یې.


عمر ته یې راووست. کله چي عمر ولیده، ورته يې وویل: کمیس دې وباسه، وړیني جامې، یوه رمه او یوه لکړه يې راوغوښتله، ورته يې وویل: دا جامې واغونده، دا لکړه واخله، څوک چي درباندي تېريږي نو خړوبوه یې. وادې ورېدل؟ ویې ویل: بلې خو له دې نه مرګ ښه دی. عمر ورته خپله خبره تکراروله او ده به همدا ویل چي له دې نه مرګ ښه دی. عمر وویل: دا ولي بد ګڼۍ، ستا پلار په مېږ یادېده، ځکه چي مېږي يې پېولې. کومه ښېګڼه در په کي شته دی؟ بلې امیرالمومنینه. وې ویل: وې باسه. بېرته يې خپلي دندې ته ولېږه، د ده په څېر بیا بل کوم والي  نه و.


عمربن الخطاب رضي الله عنه ته چي به خبر ورسېده چي والي يې د ناروغ پوښتنه نه کوي او دفتر ته یې کوم بيوزله کمزوری نه شي ننوتلای، نو سم له واره به يې له دندې لري کړ. عمربن الخطاب رضي الله عنه ابوموسی الاشعري ته ولیکل، په خپل مجلس او مقام کي خلکو ته یو شان ځای ورکړه چي ضعیف دي له عدالت څخه نهیلی نه شي او مخور درته تمه پيدا نه کړي.


عمربن الخطاب رضي الله عنه خلکو ته خطبه ورکړه، د الله ستاینه یې وکړه، بیا يې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درود ووایه، ابوبکر يې یاد کړ، استغفار يې ورته وغوښت، بیا یې وویل: اې خلکو که د حق څښتن ته حق ونه رسيږي، نو د الله په معصیت اطاعت نه کوي، دا مال یوازي د درې لارو سمیږي: چي په حق واخیستل شي، په حق ورکړل شي، له باطل نه منعه شي، زه یوازي ستاسي په مالونو کي لکه د یتیم د ولي په څېر یم، که شتمن شي، نو لاس نه ورړي، که غریب شي، نو په سمه طریقه یې خوري. زه هیڅوک نه پريږدم چي په بل ظلم او زیاتی وکړئ، که چا داسي وکړل، نو یو مخ يې په زمکه ږدم او په بل مخ يې تر هغې پښه ږدم چي حق ته غاړه کيږدي، اې خلکو تاسي پر ما باندي ځيني حقونه لرئ، زې درته وایم، له مانه يې واخلئ؛ ستاسي پر ما حق دی چي ستاسي له خراج او د فئ له مال څخه هیڅ وانخلم، ستاسي پر ما حق دی، چي کله زما لاس ته راشي، زه یې له حق پرته په بل څه کي ونه لګوم او پر ما حق لرئ چي ان شاء الله تاسي ته ورکړئ او ستاسي روزي زیاته کړم او ستاسي سرحدونه وساتم، تاسي پر ما باندي حق لرئ چي د هلاکت ځای ته مو ټيل نه وهم او پر سرحدونو کي مو ایسار نه کړم، داسي زمانه رانېږدې ده چي کم امانتکاره او ډېر قاریان به وي، لږ فقهاء ډېري ارزوګاني به وي، داسي خلک به وي چي اخرت به يې رامخکي کړی وي، خو دنیا به غواړي، د خپل څښتن دین به داسي خوري، لکه اور چي لرګي خوري. خبردار که کوم یو دي وخت ته ورسېده، له الله دي وویريږي او صبر دي وکړي: ﱡ  وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا أَيَأْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ (80) ﱠ(ال عمران: ۸۰ ایت). «او نه ورته دا حق حاصل دی چي تاسي ته امر وکړي چي تاسې ملایکي او نبیان خدایان ونیسئ، ایا هغه به تاسي ته د کفر کولو حکم کوي، وروسته له دې چي تايې مسلمان یاست». 


خبردار ما تاسي امیران او زورواکي نه یې لیږلي، بلکي تاسې مې د لارښونې امامان لیږلي یاست، چي خلک ستاسې په قدم قدم کیږدي، نو مسلمانانو ته خپل حقونه ورکړئ، مه یې وهئ چي ذلیله به یې کړئ، ستایني یې مه کوئ چي په فتنه کي به یې واچوئ، پر مخ يې خپلې دروازې مه تړئ چي زورور به يې کمزروی وخوري، یو ته په بل ترجیح مه ورکوئ چي ظلم به پرې وکړئ، د کافرانو سره پرې جګړه وکړئ، که کوم يو يې یوزری و، بیا پرې کار مه لرئ، دا ستاسي له دښمن سره له جهاده لوړ دی.


اې خلکو. زه تاسي د ښارونو په امیرانو باندي ګواه نیسم، ما دوی یوازي د دې لپاره لیږلي چي خلکو ته دین وښايي، د فئ مال پرې وویشي، ترمنځ يې فیصلې وکړي، که کوم قضیه کي ورته اشکال پیدا شو، بیا دی ماته راولیږي.


عمربن الخطاب به ویل: دا چاره له ظلم پرته په سختۍ او له کمزورۍ پرته په نرمښت سمیږي.


علي بن ابې طالب رضي الله عنه خپل عامل کعب بن مالک ته ولیکل: « اما بعد، پر خپل کار یو سرپرست پرېږده، د خپلو ملګرو سره لرو سیمو او کلیو ته لاړ شه، د هغوی د کارونو او د هغوی د ژوند پوښتنه وکړه، بیا په دجله او فرات تېر شه، بیا بهقبادات(بهقباد، په بغداد کي د درې کلیو نوم دی چي له فراته خړوبیږی دا سیمه د نوشروان پلار قباد فیروز ته منسوبیږي) ته راوګرځه، هغوی سره مرسته وکړه، په هغه څه کي د الله اطاعت وکړه چي ته یې پرې مقرر کړی یې. په دې پوهه شه چي دنیا تلونکي او اخرت راتلونکی دی او د ادم د بچي عمل محفوظ دی، تاته په هغه څه بدله درکول کیږي چي کړي دي دي، اوس ښېګڼو ته ور روان يې، نیکي وکړه چي نیکي ومومي».


علي بن ابي طالب رضي الله عنه چي به کله جنګي ګروپ لیږه، یو سړي ته به يې چاري وروسپارلې او سپارښتنه به یې ورته وکړه، وبه يې ویل: « د الله تعالی په تقوا درته سپارښتنه کوم، د هغه الله چي هرومرو به ورسره مخ کيږې، پر تا باندي هغه څه لازم دي چي تا الله ته نېږدې کوي،  له الله سره پاتې ټوله دنیا ده.


رباح بن عبیده، له عمربن العزیز سره و، ورته يې وویل: په عراق کي مې کرنیزه زمکه او زوی دی، نو امیرالمومننه ماته اجازه راکړه، وینم يې، ویې ویل: بچی دې روغ دی او زمکه دې نه ضایع کیږي. تر هغې ورپسې و چي اجازه یې ورکړه، کله چي د تلو وخت راغی، ویې ویل: ای امیرالمومنینه، که کومه اړتیا دې وي، سپارښتنه راته وکړه. ویې ویل: زما اړتیا دا ده چي له عراقیانو څخه د والیانو د سلوک او رضایت په اړه پوښتنه وکړه.


کله چي عراق ته ورغی، له خلکو یې پوښتنه وکړه، خلکو د والیانو له ښېګڼو څخه خبر کړ، کله چي عمر ته راغی، سلام يې پرې وکړ او د والیانو د ښه سلوک او د خلکو له خوا يې د ستایني خبر ورکړ، نو عمر بن العزیز وویل: « الحمد لله، که د دې پر خلاف دې خبر راکړی وای، نو له دندي به مي ګوښه کړي وو او بیا به مي هيڅکله له دوی مرسته نه وه غوښتې، راعي د خپل رعیت مسئول دی، باید خپل رعیت په هغه څه ژمن کړي چي الله ورته پرې ګټه ورسوي، ورنيږدې يې کړي، که څوک په رعیت وازمایل شي، نو په ډېرې لويې چارې ازمایل شوی دی.


د عمربن عبدالعزیز  والي عدی بن ارطاه عمر ته ولیکل: « اما بعد، زموږ سره داسي خلک دي چي له شکنجو پرته خراج نه ورکوي» عمر ورته ولیکل: « اما بعد، له ما څخه د خلکو په شکنجه کولو کي د امر غوښتنه ډېر حېرانونکي ده، ګوندي زه ستا لپاره د الله له عذاب څخه جنت یم، ګوندي زما رضایت دي د الله له غضبه ژغوري. کله چي زما لیک درغی، که چا په خپله خوښه درکړل، ترې وايې خله، که نه بیا سوګند ورکړه، په الله سوګند که دوی له خپلو جنایتونو سره له الله سره مخ شي. له دې نه راته غوره ده چي زه له الله سره د دوی په شکنجه کولو مخ شم، والسلام»


عمر ته یو سړی راغی، وې ویل: اې امیرالمومنینه، ما کښت کړی و، د شام لښکر ورباندي تېر شو او خراب يې کړ، نو هغه لس زره درهمه عوض ورکړ.


محمد رسول الله او ملګري يې: حجه الوداع، ۱۹ ټوک

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته