تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ پر ښو امر او د بدو څه منع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 24, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(پنځلسمه برخه)


په ښو امر او د بدو څخه منع د چا کار دی؟


تاسو راسئ! هیڅ به کفارو ته نظر نه کوو، څومره زیات مسلمانان وینو چي په لمانځه کي کوتاهي او سستي کوي، په داسي حال کي چي لمونځ د اسلام له مهمو بناوو څخه دی او مسلمان له هر ډول فحشا او منکراتو څخه منع کوي، خو بیا هم زیات مسلمانان یې د صحیح ادایني څخه بې پروا دي.


څومره ځوانان او نجوني وینو، چي تل د سندرو په اورېدلو او فاحش فلمونو په کتلو یې خپل رب جل جلاله له ځانونو څخه ناراضه کړی دی، په داسي حال کي چي سندري او فلمونه د وخت پر ضیاع سربېره، ځوانان د منکراتو لوري ته په منډه بیایي.


څومره ډېر مسلمانان وینو، چي د مور او پلار په حقوقو کي ناغېړی کوي، په داسي حال کي چي د والدینو په خوښۍ کي د الله جل جلاله خوښي نغښتې ده، خو بیا هم زیات مسلمانان د دې لوی اجر څخه د خپل غفلت او بې پروایۍ له امله محروم پاته سوي دي.


څومره نور مسلمانان بیا په غیبت، تهمت، دوکې، درواغ او نورو ناوړو عملونو بوخت دي، نو آیا موږ کوښښ کړی، چي دا مسلمانان د دې بد لارۍ څخه را وګرځوو او د الله جل جلاله لاري ته یې متوجه کړو.


زموږ لویه کمزوري داده، تل شیطان دا دوکه راکړې ده، چي په ښو امر او د بدو څخه منعه، خو د نېکانو کار دی چي سپیني جامې یې اغوستي وي، پګړۍ یې پر سر وي او ږېره یې پرې ايښې وي، زه خو خپله ګناهکار یم، نو زما خبره خو هیڅ تاثیر نه کوي، خو اصلي خبره داده چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر عمل د هر مسلمان وجیبه ده، چي د خپل وس مطابق به یې تر سره کوي او انسان چي هر څومره ګناهکار هم وي، بیا هم باید دا وجیبه تر سره کړي، چي په برکت سره به الله جل جلاله ده ته پر دین د پوره استقامت توفیق ورکړي.


د رسول الله جل جلاله تر رحلت وروسته دا وجیبه د دې امت د هر فرد په غاړه ده، چي خپل د وس مطابق یې تر سره کړي، ځکه که یو مسلمان دا کار بل ته پرېږدي، بالاخر به دا وجیبه په ټول امت کي هېره او هیڅوک به یې نه تر سره کوي.


مسلمان چي هر څومره ګناهکار وي، بیا هم خپل رب جل جلاله ته د یهودو، نصاراوو او نورو کفري او شرکي ډلو څخه نژدې او ورته محبوب دی.


الله د سورت توبې په ۷۱ او ۷۲ نمبر آیتونو کي فرمایي: (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ۷۱ وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)


ژباړه: مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يو او بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بديو څخه منعه كوي، لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت كوي. دا هغه كسان دي چي د الله جل جلاله رحمت ورباندي نازلېږي. بې شكه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی.


له (دغو) مؤمنانو نارينه او ښځو سره د الله جل جلاله وعده ده، چي داسي باغونه به ورکړي چي تر هغو لاندي به ویالې بهېږي او دوى به په کښې د تل له پاره اوسېږي، په هغو تل ښېرازه باغونو کي به د دوى له پاره پاک استوګنځي وي او تر هر څه زيات دا چي د الله جل جلاله رضا به ور په برخه وي.


همدا ستر برى دی "نن ورځ موږ او تاسو وینو، چي څومره کسان د شهوت په بند کي راګیر سوي او کله چي دې زندان ته داخل سي، بیا نو د دین هره خبره ورته د زهرو غوړپ ښکاري او د دین دښمن وګرځي، چي د مسلمان له پاره تر ټولو خطرناک حالت دغه دی چي بالاخره یې آخره خاتمه هم خرابه سي، خو مسلمان باید د الله جل جلاله د رحمت څخه ناهیلي نه سي، ځکه د الله جل جلاله رحمت همېشه پر مسلمانانو نازلېږي، که څه هم سخت ګناهکار وي.


د رسول الله جل جلاله په وخت کي یو مسلمان ته شیطان دوکه ورکړه او شراب یې ورباندي وڅيښل، بیا د صحابه کرامو له خوا ده ته آګاهي ورکول سوه، چي شراب عقل له منځه وړي او الله جل جلاله حرام ګڼلي دي، باید ځان ځني وساتې، خو له دې سره بیا د شیطان په لومه کي راګیر سو او شراب یې وڅيښل، دوهم وار بیا پوه کړل سو، خو بیا یې وڅيښل، نو د رسول الله جل جلاله حضور ته راوستل سو او د هغو صحابه کرامو له ډلي چي ده ته یې آګاهي او خبر ورکړی وو، چي دا کار مه کوه، د رسول الله جل جلاله حضور کي وویل:" د الله جل جلاله لعنت دي پر ده وي، څومره مو ورته وویل چي شراب مه څيښه، خو ده بیا هم پرې نه ښوول."


رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حالت کي وویل: پر ده لعنت مه وایاست، ځکه دی د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دوست ګڼم، ځکه د شرابو د څيښلو سره بیا هم د دین دښمن نه دی ګرځېدلی. 

 

نور بیا... 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته