تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مېږي ژوند
 
  December 3, 2015
  0
مېږى يوه وړه حشره ده، چي ژوند يې و موږ ته د توحيد او خداى پېژندني درس راکوي .
ددې وړوکي ژوى ژوند، پر ګډ ژوند، ګډ کوښښ او له يو د بل سره پر ملګرتيا ولاړدئ او د يو د بل په مرسته خپل کارونه کوي. دا ګډه ملګرتيا د مېږتون په جوړولو او د دانو او خوړو د راغونډولو په وخت ليدل کېږي .
 
دا حشره پرته له دې، چي پوهنتون ته تللې وي اوبې له دې، چي د کرهڼي پوهنځۍ يې ويلې وي په خداى ورکړي پوهي، فطري غريزې او احساس سره په دې پوهېږي، چي يوه دانه په سوري کي خوسا او خرابه نه سي، نوپکارده، چي نيمه يې کړي .
 
ميږى که محسوس کړي ،چې دانه لنده سوې، نوسمدستي يې له سوري  څخه راباسي او لمر ته يې ږدي، چي وچه سي او اصولاً دوئ خپلي سوړي او مېږتون په لوړ او وچ ځاى کي جوړوي ،چي اوبه ورته ونه رسېږي .
نوآيا ويلاى سو، چي دا حيرانوونکي کارونه له لارښوونکي پرته کېداى سي ؟!
 
ددې وړې حشرې استاد او لارښوونکى څوک دئ ؟ اوله کومه يې دا دومره سترې خبري (چې انسان پرې د زده کړي  له لاري  پوهېداى سي) زده کړي اود ژوند بنياد يې پرې ولاړ دئ ؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته