تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هدف د ژوند مسیر ټاکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 1, 2023
  0
لیکنه: عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هدف 
 
 هدف څه شي دی: هدف یواځنی هغه شی دی چي انسان ددي تر څنګ چي و خپل مقصد، مرام او غرض ته رسوي د کامیابی د اسبابو څخه یو سبب هم دی چي هرو مرو سړی په خپل هرکارکي د هدف په ټاکلو کامیابه کیږي او نتیجه یي ویني، هدف د انسان څخه شکوک، وسوسي او هغه څه لیري کوي چي د هغه په سبب دی د هیڅ کار نتیجه نسي لیدلای او تل د خپل ملګرو،انډیوالانو او خپلو کارونو څخه په شکایت دی، هغه کسانو چي لوی او قوی هدف او عزم درلوښتی کامیابه سول او هغه د ابدي ژوند کامیابي یي لاس ته راوړه.
 
د اسلام مبارک دین چي کوم کسانو ترموږ پوري رارسولی هغوی ډیر لوړ اهداف در لوښتل نو ځکه نن موږ او تاسو د هغوی د نومونو په اخیستلو سره هغوی ته د رحمتونو او درودونو خواست کوو.
 
د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین هدف او عزم ډیر قوي وو، دالله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم رضا او د اسلام مبارک دین ترموږ او تاسو پوري رارسول یي لوړ او لوی هدف وو. کڅه هم ډیر مشقات، سختی، مشکلات، لوږي او بيحده تکالیف یي وګالل او خپل هدف یي د لاسه ورنکی نو خود د ټوله دنیا خلک د یوه صحابي د پښو خاوري ته نه رسیږي.
 
همدغه شان تابعینو تبع تابعینو او بزرګانو خورا لوړ هدف درلوښتی چي دایي نتیجه ده چي نن موږ د هغوی تګلاره او مسیر باندي ځانونه سموو او ددوی لیکل سوی کتابونه زموږ د ژوند مستقیمه لارده.
 
استشهادیان په خپل پاخه هدف ترکوم ځایه ورسیدل تاسوته ښه معلومیږي، چي نن یي په دنیاکي مثال نسته.
 
 ولي موږ په ژوندکي هدف ټاکو؟ جواب یي دادی: 
 
لومړی: که موږ هدف و نه ټاکو او بي هدف روان وسو ژوند مو د هغه چا په شان دی چي پر اوبو خط کاږي او هغه خط د شا لخوا اوبه بیرته خراپوي.
 
دویم: هغه څوک چي هدف نلري د خپلو کارونو نتیحه نه ترلاسه کوي.
 
دریم: هغه څوک چي هدف نلري تل د لومړي او اول مقام څخه شاته دی، یاخو په دویم او دریم مقام کي دی یاخو ګرسره شاته پاته دی.
 
څلورم: هغه څوک چي په خپلو کارونو کي هدف نلري تل یي هیڅ کار تر پایه ندی کړی، بلکي یو کار لا نوسي خلاص خو دی د بل کار په تلاښ کي یي نو خود به ټوله کارونه نیمګړي ورڅخه پاته وسي.
 
پنځم: هغه څوک چي هدف ونلري هغه په هیڅ میدان کي استقامت نسي راوستلای او زموږ ستاسو په اصطلاح هر میدان به خامخا پریږدي ځکه هوډ او عزم نلري.
 
شپږم: هغه څوک چي هدف نلري ددین، علماوو او ولس خدمت په صحیح توګه نسي کولای ځکه چي د بي هدفه کس کار تر پایه نه رسیږي،  هغه شیان او کارونه پریږدی چي ستاسو هدف ته خنډ واقع کیږي لکه: 
 
1- دا مه وایاست چي دا کار نه کیږي ځکه هر یو کار د حل لاره لري، خو ستا هدف او عزم غواړي.
 
۲ -  مه وایه چي زه ددي کار وړتیا نلرم بلکي کوم کار چي ستا د استعداد سره برابر دی هغه کي دي عزم ټنګ کړه.
 
۳ـ  دا مه وایه چي بل ځل مي دا کار وکی ناکامه سوم داځل یي نه کوم، بلکي داځل دا کار وکړه خو هدف دي سم او قوي کړه.
 
۴ـ دا مه وایه چي دا کار ستړی کیدوونکی دی او زه یي تر آخره نسمه رسولای بلکي هدف او عزم ټینګ کړه خامخا به کیږي.
 
۵ـ دا مه وایه چي دا کتاب نه مطالعه کیږي ډیر دی زه یي د کتلو حوصله نلرم بلکي ته به ټینګ هدف لري چي زه دا کتاب خامخا مطالعه کوم او ترپایه به یي رسوم کڅه هم ډیر وخت کي خلاصیږي.
 
۶ ـ دا مه وایه چي زه دغه فلانکی عبادت هر وخت او همیشه والی نه سم پر کولای ځکه کارونه مي ډیر دي هیریږي مي، بلکي دا عزم وکه چي پدغه وخت کي به دغه اندازه عبادت هره ورځ کوم کڅه مي هم کارونه د حد څخه زیاد وي.
 
www.taleemulislam.net
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته