ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۵: کارلوس سلیم هیلو - میکسیکو
پانګه: 50 میلیارده ډالره
عمر: ۷۶ کاله
۴: وارن بفیټ - امریکا
پانګه: 60.8 میلیارده ډالره
عمر یې: ۸۶ کاله
۳: امانیکو اورتیګا - هسپانیا
پانګه: 67 میلیارده ډالره
عمر یې: ۸۰ کاله
۲: بیل ګېټ – امریکا
پانګه: 75 میلیارده ډالره
عمر: ۶۰ کاله
او د نړۍ تر ټولو لومړنۍ مقام لرونکی غني شخص:
۱: مسلمان – هر ځای او هر چیري چي وي
پانګه يې: ایمان او نیک اعمال
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا. (رواه مسلم)
ژباړه: د سهار دوه رکعته سنت لمونځ د دنیا او د دنیا تر ټولو شیانو زیات بهتر دي!
د یوه نیک عمل يې دومره ثوابونه دي، د نورو نیکو اعمالو به یې څومره ثوابونه وي؟! او په دغو ثوابونو د اخرت څومره ستر جنت او د جنت څومره نعمتونه حاصلیږي؟!
الله پاک دي د آخرت نیکۍ را ډیري کړي!