تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یتیم شافعي څنګه تر بریا ورسید!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یتیم شافعي څنګه تر بریا ورسید! 


که یتیم را لوی شوې، خپه نه شې ښايي همدا یتیم والی دي د بریا لامل شي. 


د امام  شافعي رحمه الله پلار داسي مهال وفات شو، چې دی د خپلې مور په ګیډه کي وو. وروسته یې د خورا غربت په حال له غزې څخه مکې ته راووست، دومره څه یې نه درلودل، چې خپله او د زوی د خوراک څښاک چاره یې پرې وشي. مور یې په مکه کې یوه کوچنۍ غرفه په کرایه ونیوله او د امام شافعي په څیر نابغه انسان همدلته رالوی شو. 


 شافعي به له ماشومتوبه په علم پسې ګرځیدی، لوحې، لرګي او پوستکي به یې راټولول او هغه څه به یې په کې لیکل چي په مسجد الحرام کي به یې له علماوو اوریدلي وو، بیا به یې دا لوحې، لرګي او پوستکي په غرفه کي ایښودل تر دې چې غرفه ترې ډکه شوه، مور یې ورته وویل محمده زویه! غرفه کي دي دا شیان دومره ډیر شوي چي ځای ورسره تنګ شوی دئ او موږ ته له دې ځایه له وتلو پرته بله چاره نشته! 


شافعي د مور دې خبري سخت متاثره کړ، پر هغو شیانو د لیکل شوي علم حفظ کول یې پیل کړل؛ تر دې چې لنډه موده کي یې ټول حفظ کړل، بیا یې لوحې، لرګي او پوستکي ټول وسوځول، وروسته ترې د حکمت، پوهي او استنباط چینې راوخوټیدې، بیا یې د الام، الرساله او نورو په څېرعلمي، رباني او نبوي کتابونو په لیکلو سره انقلاب راووست او په دې  توګه د دین د هغو امامانو له ډلې یو امام  شو، چي اوس یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه کسان د مذهب پیروان دي، دا همغه یتیم وو، چي په فقر او سختۍ کي را لوی شو، خو په کلک عزم او پر له پسې هڅو یې خپله لاره تر منزله ورسوله. 


د امام شافعي رحمه الله په کیسه کي زموږ لپاره درس دادئ، چي سختو  شرائطو ته خپه او تسلیم نشو، ښايي همدا سخت شرائط مو په دنیا او آخرت کې د بریالیتوب سبب شي. 


هڅو ته دې داوم ورکړه، پر الله تعالي توکل وکړه، باور پرې ولره او وسایل دي کم کړه، همدا وسایل ښايي، ستا د بریالیتوب او نوښتونو د لاري خنډ شي، ځکه موږ او تاسي په خپل خیر او شر نه پوهیږو او حقیقت دادئ، چي د الله تعالي اختیار د ځانونو په اړه زموږ تر اختیاره ډیر غوره دئ. 


 ماخذ: د بریا تمځای، صفحـ ۶۸ – ۶۹

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته