لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځان جوړونه
خداي جل جلاله لرګي پیدا کړي دي، خو کښتۍ يې نه ده جوړه کړې اوسپنه یې پر ځمکه چي ایښې ده، خو د ماشین په شکل یې نه ده تیاره کړې، المونیم او پلاستیک يې پیدا کړي؛ خو د الوتکي په شکل د جوړولو کار یې پرې ایښی دئ.
د دې هر څه لامل څه دئ؟ لامل یې دادی، چي نور کار الله جل جلاله انسان ته پرې ایښی او غواړي دا نور کار له انسان نه واخلي، الله پاک یو خوا ټول خام مواد پیدا کړي دي او بل لور ته یې انسان ته عقل او وړتیا ورکړې ده اوس انسان کولای شي، له ځمکي نه خام مواد واخلي او ماشین خپله ترې جوړ کړي.
www.taleemulislam.net