لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مطالعې د دودولو لاري
دا پوښتنه چي مطالعه څنګه دود کيدای شي ډېره زړه ده، خو نوي اړخونه هم لري، موږ اورو چي بايد کتابونه ولولو خو کوم کتابونه؟ څنګه کتابونه او ….
د مطالعې په دودولو کي ډ ټولني لاندي اقشار غوښینه برخه لرلای شي.
علماء کرام
د مطالعې په دودولو کي علماء کرامو ډېر زیات رول لري، په دې معنی چي دوی د ممبر او محراب له لاري ښه په اسانه کولای شي چي خلکو خصوصا لوستی قشر ته د مطالعې په ارزښت، له وخت څخه په سمه استفاده او همدارنګه د ژوند او ایمان د جوړولو په برخه کي وعظ او نصیحت وکړي.
زیات علماء کرام د مطالعې شوقیان دي او ښه ډېره مطالعه کوي، پکار ده چي نور خلک هم مطالعې ته را وبولي.
ليکوالان
زموږ په ټولنه کي د مطالعې د فرهنګ په دودولو کي تر ډېره حده زياته هيله له ليکوالو کيږي چي د مطالعې په برخه کي د نور پرمختللوهېوادونو په شان زيات کتابونه وليکي او د ليکل شوو کتابونو له لاري د ټولني ځوانان د مطالعې له کولو سره اشنا کړي او لا يې د مطالعې کولو له پاره وهڅوي.
شاعران
شاعران هم کولای شي چي خلک د شعر، نظم او نثر په وسیله مطالعې ته را وبولي، ځکه شاعران هم هغه اشخاص دي چي په ټولنه کي زیات اثر رسوخ لري او خلک ورته غوږ هم نیسي.
نظام
د مطالعې د فرهنګ په دودولو کي حاکم نظام دا دنده پر غاړه لري، چي په دې برخه کي ښه پانګه اچونه وکړي او د ټولنې قشرونه د مطالعې کولو له پاره وهڅوي.
همدارنګه نظام بايد د مطالعې د دودولو له پاره له ليکوالانو، ژباړونکو، کتاب پلورونکو او داسي نورو سره همکاري وکړي، ترڅو هغوی هم د مطالعې د پراختيا او دودولو لپاره په اسانۍ سره لا ډېر کار وکړي.
رسنۍ
هر څومره چي نظام او ليکوالان دا دنده او مسؤوليت په غاړه لري چي تر خپل حده د ټولني د قشرونو له پاره د مطالعې کولو زمينه برا بره کړي. تر دې زيات مسؤوليت بايد شته رسنۍ پر غاړه واخلي، ځکه د ټولنې زيات وګړي د رسنيو په کتلو بوخت دي، هر کس يې هرو مرو يو ځل ګوري او زما په اند د مطالعې د دودولو له پاره غوره لار همدا ده.
همدا راز په ډېره ښه توګه رسنۍ د اعلانونو او داسي نورو شيانو په جوړولو سره کولای شي چي د ګران هيواد ډېر وګړي د مطالعې کولو ته وهڅوي او هغه ګټوري لاري چاري ورته وړاندي کړي، چي په اسانۍ سره وکولای شي د مطالعې له کولو سره روږ شي.
نندارتون
فرهنګپال او لیکوالان کولای شي چي د کتابونو نندارتونونه په عامه ځایونو کي دایر کړي، چي په دې وسیله هم کېدلای شي چي خلک مطالعې ته سوق شي او دا لاره یې هم ډېره مؤثر ده.
کتابخانې جوړه ول
د مطالعې دودولو لپاره اړینه ده چي په هر کلي او ولس کي کتابخاني جوړي شي او د کتابخانو په وسیله مطالعه دود او عامه شي.
د عامه پوهاوي مراکز
د مطالعې په دودولو کي د عامه پوهاوي مراکز ډير رول لوبوي، نظام او اړونده نهادونو ته پکار ده چي په دې برخه کي کار وکړي چي د عامه پوهاوي د مراکزو له لاري مطالعې ته خلک سوق کړي.
د کورنۍ مشر
د مطالعې د دودولو په برخه کي د کورنۍ مشر/ مشران هم تر ډېره حده مسؤول وينم، ځکه مشران کولای شي د کورنۍ لاندي قشرونو، ماشومانو او ځوانانو ته د مطالعې د ګټو او لارو چارو په برخه کي لارښووني وکړي.
د کورنۍ مشر باید هم خپله مطالعه وکړي او هم نورو ته د مطالعې توصیه او سپارښتنه وکړي، که چیرته د کورنۍ مشر خپله مطالعه کوله نو اثر به یې د کورنۍ په کشرانو حتما وي، ځکه د پښتو ژبې متل دی چي د مشر لار د کشر پوله.
په ټولنه کي د هري کورنۍ مشر د کورنۍ نورو غړو ته د مطالعې په برخه کي لارښوني وکړي، نه يواځي د مطالعې کولو لاري به يې ښودلې وي؛ بلکي د خپلې کورنۍ د نورو غړو پر وړاندي به يې خپل مسؤوليت هم ادا کړی وي.
ښوونکي
د مطالعې په دودولو کي ښوونکي او استاذان هم ستر رول لوبوي، ځکه چي دوی کولای شي له بیلابیلو لارو او طریقو څخه په استفادي د مطالعې دود په متعلمینو او محصلینو کي عام کړي.
ملګري
د مطالعې په دودولو کي ملګري هم رول لوبوي په دې معنی چي کله هم ملګري د یو شخص د مطالعې شوقیان او نیک وي نو شخص خود بخوده مطالعه کوي او متاثره کیږي.
نوټ: په کومه ټولنه کي چي د مطالعې فرهنګ پياوړی وي، هماغومر د کتاب ليکنې، کتاب چاپوني او کتاب پلورني کميت او کيفيت مخ په لوړتيا روانيږي. نو د ګران هيواد له ټولو وګړو په ځانګړي ډول له ځوانانو هيله کيږي، چي د کتاب لوستلو ته ارزښت ورکړئ او لا د مطالعې د فرهنګ دودولو ته کار وکړي.
www.taleemulislam.net