تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسواک ارزښت او فايدې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2021
  0

د مسواک ارزښت او فايدې

 

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عن عایشة قالت: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: السواك مطهرة للفم مرضاة للرب.[صحيح ابن خزيمة135]

 

ژباړه: د حضرت عایشې رضي الله تعالي عنها څخه روايت دی چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم و فرمايل: مسواک د خولې پاکوونکی دی، او د الله خوشالوونکی دی.

 

د مسواک په وهلو باندي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم ډېر ټينګار کړی دی، په بل حديث کي راځي: لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم بالسواك عند كل صلاة.[صحيح ترمذي 23] يعني که زما پر امت باندي سخته نه تمامېدلای نو ما به دوی امر کړيوای چي د هر لمانځه سره يې مسواک وهلی وای.

 

داغسي نور ډير احاديث په فضيلت کي د مسواک وهلو راغلي دي.

 

او دا چي په حديث کي راغلي: مسواک د خولې پاکوونکی دی دا ځکه چي يو خو مسواک د انسان د خولې بدبویي ايسته کوي، او د بلي خوا مسواک د انسان خوله د ډيرو ناوړو ناروغيو څخه ساتي.لکه چي په ردالمحتار کي يې په څو دانو تصريح کړې:

۱.  خوله پاکه وي.

۲.  الله پاک خوشحاله کوي.

۳.  ملایکي خوشحاله کوي.

۴.  سترګي روښانه کوي او ديد يې ډيروي.

۵.  د خولې بد بوی، او د غاښونو کنډي رنډي ورک کوي.

۶.  غاښونه سپينوي.

۷.  اوبرۍ ټينګوي.

۸.  ډوډې هضموي.

۹.  بلغم پرېکوي.

۱۰.  د لمانځه ثواب څو چنده کوي.

۱۱.  د قرآن لاره (ستونی) پاکوي.

۱۲.  فصاحت ډېروي.

۱۳.  معده قوي کوي.

۱۴.  شيطان په خښم کوي.

۱۵.  نيکۍ ډېره وي.

۱۶.  ژړی ورک کوي.

۱۷.  د سر رګونه آراموي.

۱۸.  د غاښو درد آراموي.

۱۹.  خوله خوشبويه کوي.

۲۰.  د ځکندن په وخت کي د روح وتل آسانه کوي.

ماخذ : اسلامي مقالي

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته