راټولونکی او ترتيب کوونکی: ويس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
و نورو قومونو ته په سپکه مه ګورئ
د مکې کفارو د رسول الله صلي الله عليه وسلم متابعت ځکه نه کوی چي: دی مبارک ئې تر ځان کم او حقير ګڼۍ او دا به ئې ويل چي دا خو(د ابي طالب) يتيم دی او په موږ کي تر ټولو غريب, بې مال او بې دولته سړی دئ، څنګه موږ چي په عربو کي د ستر او نوميالي قومو خلګ يو په دې بې کس او بې دوسته شخص پسې سو؟! او دی خپل رهبر وټاکو.
نو دغه د دوی بې ځايه غرور او باطلي خبري وې، چي د دوی د هلاکت سبب وګرځېدې.
بله واقعه داسي ده: کله چي پر بني اسرائيلو باندي ظلم ډېر کېدی، نو دوی د وخت نبي (حضرت شمويل عليه السلام) ته ورغلل، چي موږ ته دي د الله تعالی له لوري د جهاد اجازه راکول سي، تر څو دا ظالمان د دې منطقې څخه پسې واخلو او هغه مځکه (فلسطين) خپله کو، نو سيدنا شمويل (عليه السلام) بني اسرائيلو ته وويل چي بيا داسي نه وي، چي جهاد در باندي فرض سي او تاسو مخ واړوی.
هغو ډېر په ټينګاره وويل چي موږ به په هيڅ صورت د جهاد لاره پرې نه ږدو؛ نو د وخت نبي حضرت شمويل (عليه السلام) و بني اسرائيلو ته وويل چي الله تعالی پر تاسو طالوت د پاچاه (يا سپاه سالار) په ډول مقرر کړی.
د دې په اورېدو سره ټولو د قوم خلګو نارې کړې، چي دی څنګه زموږ پر سر ټاکل کېږي، په داسي حال کي موږ د قوم او نسب په لحاظ پر ده ډېر افضله او بالا يو او دی خو دومره مال او دولت هم نه لري لکه موږ؛ نو بيا سيدنا شمويل (عليه السلام) ور ته وفرمايل: يقيناً چي دی (يعني طالوت) الله تعالی پر تاسو انتخاب کړی دئ او پر تاسو باندي ئې ده ته په علم او جسم (يعني طاقت) کي برتري ورکړې ده.الله تعالی ته چي کوم خلګ ډېره افضله وي، هغه د انسانانو په منځ کي شايد تر ټولو د کښته نسب او سپک قوم خلګ وي. خو الله تعالى ته قوم او نسب مهم نه دى، بلكي د هر كس انفرادي ايمان او عمل هغه كس تعريفوي؛ نو ځکه د هر کس معامله، کردار او کړني بېل بېل دي.
د اسلام په مبارک دين کي داسي واقعې هم بيان سوي دي، چي د بهترين قوم و نسب په خلګو کي ډېر کمزوره او رزيل خلګ پيدا سوي وي.
هيڅ کله پلار او نيکه د اولاد په ګناه او اولاد د پلار او نيکه په ګناه نه نيول کېږي. هر کس به الله تعالی ته يوازی او منفرد ورځي، او حساب و کتاب به ور سره کېږي، لکه الله تعالی چي په سورة مريم ۹۵ آية کريمة کي فرمايي: وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَرْدًا. ژباړه: او ټوله و ده ته (يعني و الله ته) په ورځ د قيامت به يوازي يوازي (يعني په منفرد ډول سره) ور ته راځي.
د دې څخه واضح معلومه سوه چي د هر چا معامله به د الله تعالی سره يوازي وي، هيڅ قوم او قبيله به نه وي پکښي شکېل او همدارنګه په سورة الحجرات ۱۳ آية کي الله جل جلاله فرمايي:
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَـٰكُم مِّن ذَكَرٍۢ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَـٰكُمْ شُعُوبًۭا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا۟ ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌۭ.
ژباړه: اې انسانانو، يقيناً چي ما تاسو د يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړي ياست او بيا مي په تاسو کي فرقې او قبيلې پيدا کړلې، تر څو يو بل وپېژنئ. بېشکه چي د الله تعالی په نزد اکرم (يعني برګزيده او نږدې) هغه څوک دی چي تقوا اختيار کي، يقيناً چي الله تعالی پر هر څه پوه او پوره خبر دی.
مأخذ: تفسير ابن کثير او تفسير عثماني
www.taleemulislam.net