تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غفلت تر ټولو ستر ظلم او خيانت دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 6, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

غفلت تر ټولو ستر ظلم او خيانت دئ

 

له نن ځخه څوارلس نیم سوه کاله مخکي مسلمانانو د اسلام د مبارکو لارښوونو په مرسته د نړۍ پر مدنيت لرونکو او متمدنو امپراطوريو حاکميت پيل کړ، نړۍ ته ئې د بشريت د رفاه او سولي، همکارۍ او ترقۍ پيغام راوړ، تر څو پيړيو پوري د مسلمانانو د عروج دوره وه.


د وخت په تيرېدو سره د نړۍ غير مسلمانانو د واکمنۍ او تسخر مختلف ميکانيزمونه زده کړل، د نړۍ د تسخر ستراتيژۍ ئې جوړي کړې او د تطبيق لپاره ئې هرڅه وکړل او دا لړۍ لا دوام لري.


که د دوی د کوښښونو نيمايي هڅي وروستيو مسلمانانو کولای، نو نن به د نړۍ علمي، سياسي، تخنيکي او اقتصادي واک د مسلمانانو په لاس کي وای؛ خو له بده مرغه چي وروستيو مسلمانانو خپل اساسي اهداف شاته وغورځول او د فرعي موخو په حاصلولو سره ئې ورځ تر بلي واک او حيثيت له لاسه ووت. نن اسلامي نړۍ د تش کالبوت غوندي ده، چي نه له ځانه شر دفع کولای سي او نه هم ځان ته خير جلبولای سي.


غفلت تر ټولو ستر ظلم او خيانت دی، چي په منځنيو پيړيو کي مسلمانو واکمنو وکړ، د مجلل ژوند شوق امت او اسلامي اغراض ځني هېر کړل او تازه ويښو سوو اغيارو د حسينو ښځو په تحفه کولو سره دوی داسي ښکېل کړل، چي د اسلامي امت تر څنګ خپل ځانونه هم ځني هير سول او په تدريج سره هرڅه تر خاورو لاندي سول.


نن چي اغيار د مسلمانانو د تسخر پلانونه تطبيقوي، دا په اسلام کي د دوی د مطالعاتو نتيجه ده؛ ځکه دوی د مسلمان د ښکيلولو اسباب پيژندلي دي، چي هغه ښځه اوشتمني دي.


د هر تاريخي کتاب مطالعه مي د معلوماتو د حاصلولو تر څنګ ځوروي؛ ځکه د رب العالمين په مرسته زموږ د مشرانو لخوا حاصل سوی رعب، واک او نوم بيرته زموږ نورو مشرانو بايللی دی.


که د خراج شرعي حکمتونه دقيق وګورو، نو د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ځراکت او فطانت ته به حيران سئ، چي څونه حکيمانه اقدام ئې وکړ او د وخت مسلمانان ئې له ممکنه غفلت او هغو مشغولتياوو څخه وژغورل، چي اسلامي امت ته به په لوړ قيمت تمام سوی وای.


د کفارو دقيقي توطيې او دسيسې مطالعه کول انسان دغسي د مايوسۍ ليکنو ته اړباسي او تر څنګ ئې دا انګيزه درکوي، چي سريع او مدبرانه اقدامات د اولسونو د بريا او  پرمختګ اساسي عوامل دي.


حللاره او وړانديز:  تر فرعي او شخصي ګټو تير سئ، د اسلامي او اساسي ګټو په اساس ستراتيژۍ او پلانونه جوړ کړئ او اوسنی محکوم ملت او امت وژغورئ!

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته