لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة (ص) لنډه پېژندنه
سورة ص د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۸ سورة دئ چي د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة ص ۸۸ آية او ۵ رکوع لري.
د سورة ص بل نوم سورة داوُد هم دئ.
په سورة ص کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- قرآن کريم د نصيحت کتاب دئ.
۲- د کفارو انجام په دې دنيا کي هم تباهي دئ او په اخرت کي هم، او د کفارو مشران خپل خلګو ته د باطل په ثابت قدمۍ باندي نصيحت کوي.
۳- د نوح (عليه السلام) قوم، د عاد قوم او د فرعون قوم هم خپل د رسولانو تکذيب وکئ. ثموديانو، د لوط (عليه السلام) قوم او د ځنګله (و شين ګيا) خلګ هم خپل د نبي دښمنان وه.
۴- پر کفارو عذاب راتلونکی دئ، نو صبر وکه.
۵- د حضرت داوُد (عليه السلام) قصه. غرونه او مرغانو به د ده مبارک (عليه السلام) سره يو ځای د الله تعالی د حمد ترانې ويلې.
۶- د دوو دعوه کونکو تر منځ د شخړي قصه چي و سيدنا داود (عليه السلام) ته راغله.
۷- الله تعالی آسمانونه او مځکه عبث نه دي پيدا کړي.
۸- دا مبارک کتاب د ذکر او فکر له پاره را نازل سوی دئ.
۹- د حضرت سليمان (عليه السلام) قصه او د ده مبارک دعا.
۱۰- د حضرت ايوب (عليه السلام) قصه.
۱۱- د سيدنا ابراهيم (عليه السلام)، حضرت اسحق او حضرت يعقوب (عليهم السلام) ذکر او يادونه.
۱۲- د حضرت اسماعيل (عليه السلام)، حضرت اليسع او حضرت ذالکفل (عليهما السلام) يادونه.
۱۳- د ملائکو سجده و سيدنا آدم (عليه السلام) ته او د ابليس انکار.
۱۴- ور ته ووايه اې رسوله ﷺ، دا کتاب د ټوله عالم له پاره ذکر دئ او په دې سره زه هيڅ اجر او مزدوري نه غواړم.
www.taleemulislam.net