ليكنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نیوکه د خواخوږې په الفاظو کي کوئ
کله چي تاسو منفي فکرونه ولرئ، نو دا بیا ستونزمنه ده، چي له خلکو سره ښه اوسئ او غوره چلند ورسره وکړئ. کله چي غواړئ پر یو چا نیوکه وکړئ، نو په داسي ډول ئې وکړې چي د خواخوږۍ او مهربانۍ الفاظ پکښي نغښتل سوي وي، هڅه وکړئ مثبت ذهنیت ولرئ او لږ خوشبین اوسئ، که ستاسو همکار کومه تېروتنه کړې وي، مخکي له دې چي پر هغه او د هغه پر تېروتنه نیوکه وکړي، لږ فکر وکړئ. د دې پرځای چي درڅه خپه سي او هغه ملامت کړی، هڅه وکړئ چي د هغه غلطي د هغه سره د مرستي لپاره د فرصت په توګه وکاروئ.
www.taleemulislam.net