لیکوال: ډاکټر نثار صمد واصفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ولي روژه نیسو؟
بسم الله الرحمن الرحیم ـ موږ پوهیږو چي اسلام پنځه ارکان یا بِناوي لري. د رمضان د میاشتي روژې د اسلام درېیم رکن دی او رب د دې میاشتي د روژو نیول پر مسلمانانو فرض کړي دي ( البقره ۱۸۳ ). نو کله چي د الله امر او حکم عملي کړو، هغه طبعأ راضي کيږي او خوشحالیږي. د همدې الهي خوښۍ د ګټلو له پاره په ګرمۍ، یخنۍ، مفلیسۍ، پریشانۍ او... کي دا روژې نیسو او خپل بیلابیل محبوب شیان او خواهشات خوشي کوو.
د روژې نیولو مقصد تقوا ده ( البقره ۱۸۳) چي الله پر مسلمانانو باندي په کال کي یوه میاشت فرض کړې ده. تقوا د طهارت ( بشپړ پاک والي) نوم دی. یو د جسم طهارت دی، بل د نفس طهارت دی، درېیم د زړه طهارت دی او څلورم د سوچ او عقیدې طهارت دی چي دا له ټولو نه افضله او اعلی درجه ده. د سوچ طهارت هله ګټل کيږي چي باقي ټوله طهارتونه حاصل سوي وي. داسي نه سي کيدای چي نفس او زړه پاک نه وي خو عقیده یا سوچ مو پاک وي.
د تقوا عملي معنی دا ده چي زموږ په نفس کي طهارت راپیل سي او دوام وکړي. وګورئ دا یوه میاشت روژې پر مسلمانانو باندي فرض دي، تر څو دا روژې ونیسو، په تراویح کي قرآنکریم واورو، په خپل تلاوت کي یې ډیر ولولو او ښه تدبر پکښي وکړو، چي له امله به یې زموږ په نفس کي دومره تقوا راسي چي په مابعده یوولسو میاشتو کي به د الله بیره او د نفس طهارت دوام ومومي. هو، همدا دی د رمضان د روژو نیولو ستر هدف!
بلخوا، الله ځکه دې میاشتي ته ډیره ترجیح ورکړې ده چي خپل کلام یې په همدې میاشت کي نازل کړی دی او هغه هم د قدر په شپه. الله په دې کي خپل حکمت او مصلحت لري؛ نو ځکه دا د رحمتونو، مغفرتونو، برکتونو او سعادتونو میاشت ده ( طبي او ساینسي څیړني او عقلي دلایل وروسته د دې اړتیا او ګټي راته ثابتوي چي موږ ته لومړیتوب نه لري).
آیا پوهیږئ چي په دې مبارکه میاشت کي څومره فضیلتونه، رحمتونه، برکتونه او سعادتونه شامل دي؟ فقط یو څو بیلګې یې دا دي:
۱ ـ په دې میاشت کي الله تعالی خپل کلام یعنی قرآن نازل کړ ( د قرآنکریم ارزښتونه، رحمتونه، فضیلتونه، سعادتونه او... بې حسابه دي)؛
۲ ـ دا الهي کلام د قدر په شپه نازل سو چي د همدې میاشتې په وروستۍ لسیزه کي یوه طاق شپه ده ( دا شپه څومره ستره او د رحمتونو، فضیلتونو او مغفرتونو څخه ډکه ده چي د یو زر میاشتو څخه هم ډیر اجر او ثواب لري او جبرایل علیه السلام د نورو ګڼو ملائیکو سره په دې شپه راکښته کيږي او...)؛
۳ ـ په دې میاشت کي عبادت څو چنده عوض لري، یعني نفل د فرضو مرتبه او درجه لري؛
۴ ـ په دې میاشت کي د جنت دروازې خلاصي دي، د دوږخ دروازې او شیطانان تړلي دي؛ د دعاوو د قبلېدو ښه میاشت ده (حدیث)؛
۵ ـ دغه میاشت د تراویح، تلاوت او ریاضت ډیره ښه موقع ده؛
۶ ـ په دې میاشت کي عمره کول د حج مرتبه او منزلت لري؛
۷ ـ د دې میاشتي وروستۍ لسیزه د اعتکاف او قیام ځانګړې لسیزه ده؛
۸ ـ روژه د الله میاشت ده او اجر یې هم پخپله الله ورکوي (قدسي حدیث)؛
۹ ـ د جنت یوه دروازه الریان نومیږي چي صرف روژه لرونکي به له هغې څخه جنت ته ننوځي (حدیث)؛
۱۰ ـ دا د ډیر استغفار او لااله الا الله ویلو، جنت غوښتلو او له دوږخه د پناه غوښتلو میاشت ده ( بیهقي، مسند ابن خزیمه).
په هر صورت! اسلام له بدو عملونو څخه تل او هر وخت منع کړي یو، خو د روژې په میاشت کي نور ټینګار هم کوي او ښه موقع راکوي. په بل عبارت، له ګناه څخه ډډه تل او هرکله حتمي ده، خو په دې میاشت کي اړینه ده. هر مسلمان ته لازمه ده چي په دې میاشت کي سترګي، غوږونه، ژبه، لاسونه او پښې غلط استعمال نکړي ( یعنی له حرامو جدأ ډډه وسي)؛ ځکه: د پورته امتیازونو تر څنګ په دې میاشت کي د دوږخ دروازې تړلي دي، د جنت دروازې خلاصي دي، سرکښه شیطانان په ځنځیرونو تړلي دي او هره نېکي څو چنده عوض لري ( سنن نسایی : ۲۱۰۶ ؛ احمد : ۸۷۶۹ ؛ آلباني په صحیح الترغیب ۹۹۹ کي صحیح بللی دی)؛ نو د ناحقه بانډارونو ، ټلویزیوني مبتذلو پروګرمونو لیدلو، د غلطو او ناوړه ټیک ټاک او نورو خبایثو له کتلو، ورقو او چټي ټوکو څخه اجتناب حتمي دئ او پر ځای یې باید عبادت، تلاوت، ریاضت او سخاوت وسي.
په دې میاشت کي باید د زړونو زنګ او خیره لیري کړو، ځکه دا بهترین چانس دی تر څو الهي قرب حاصل کړو. دا داسي اړین عمل دی لکه ماشین چي د ډیر فعالیت او کار څخه وروسته صفایي او سرویس ته اړتیا لري، کټ مټ رب د انسانانو د صفایي او سرویس له پاره دا میاشت ځانګړې کړې ده ( د تقوا حصول ـ البقره ۱۸۳ ) ! وګورئ دا حدیث هم د دې ارشاد سره بشپړ تطابق لري: « د هر شي له پاره ضرور د زکات (صفایی او پاکي ) یوه ذریعه شتون لري، د بدن د زکات ( صفایی او پاکي ) ذریعه روژه ده» (ابن ماجه)؛ سبحان الله!
په بل عبارت، داسي هم ویلای سو چي رمضان یو کالنی روزنیز ورکشاپ دی چي په هغه کي نفس ته کيزه اچول کيږي او باطن صفا کيږي او تقوا حاصلیږي.
نو دا بهترین چانس (یعنی دغه له رحمتونو څخه ډکه میاشت) باید راڅخه ضایع نه سي، بلکي حتمأ ترې ګټمن سو. د حدیث یوه برخه داسی خبرداری راکوي « ... هغه څوک چي د رمضان میاشت پر راسي خو داسي پر تیره سي چي مغفرت یې ونسي، نو هغه ذلیل دی...» (ترمذي).
هو! ښه اخلاق، نېک عمل او د خلکو سره غوره معامله روحاني پاکوالی غواړي. که باطن عفوني او ککړ وي، ظاهر هیڅ خوشبویي نسي ورکولای. پس له دې څخه ثابتیږي چي د رمضان میاشت د ځاني سمون او بدلون عجیب بهترین چانس دی؛ وماذالک علی الله بعزیز!
www.taleemulislam.net