ژباړه: محیب الله ذاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حجاب فائدې
۱ - حجاب د ښځي د عزت او آبرو محافظ دئ؛
۲ - د حجاب لرونکي ښځي نسب محفوظ وي؛
۳ - په حجاب کولو سره د شرمګاہ او د نظر حفاظت وي؛
۴ - حجاب د زړونو پاکیزګي او د طهارت ذریعه ده؛
۵ - حجاب د ښځینه حسن حفاظت کونکی دئ؛
۶ - حجاب د ښځي د حیاء فطري تقاضاء ده؛
۷- حجاب د کوچنیو او غټو ګناهونه څخه د راګرځېدو ذریعه ده؛
۸ - حجاب د مسلماني ښځي شعار دئ؛
۹ - باحجاب ښځه د الله تعالی په حفاظت کي وي؛
۱۰ - باحجاب ښځه خپل رب عزوجل ته ډېره نژدې وي؛
۱۱ - حجاب د ښځي لپاره د افضل ترینو اعمال څخه دئ؛
۱۲ - حجاب د شیطان او د هغه د ملګرو څخه د حفاظت ذریعه ده؛
۱۳- حجاب د تقویٰ لباس، د عزت نښان او دحیاء دلیل دئ؛
۱۴ - حجاب ښځه د فاسقانو له شرارت څخه ساتي؛
۱۵ - حجاب د انسان د فاسقانو د تیز نظرو څخه ساتي؛
۱۶ - حجاب د ښځي د زړه او دماغ محافظ دئ؛
۱۷ - حجاب ښځه د زنا، بد نظرۍ او ناجائزه خبرو اترو څخه راګرځوي؛
۱۸ - حجاب یو داسي شرعي حکم دئ، چي په هغه کي د دین او دنیا فائده ده؛
۱۹ - حجاب د معاشرتي امن ذریعه ده؛
۲۰ - د حجاب داري ښځي لپاره، د جنت ټولي دروازې خلاصي دي؛
۲۱- حجاب د ښځي د نیکي جوړېدلو دلیل دئ؛
۲۲- حجاب دار ښځه او نیک ښځه د (۷۰) اویا اولیاء د عبادت برابر د اجر مستحق ده.
www.taleemulislam.net