حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمة الله تعالی علیه فرمایي: ځیني کسان ما ته راځي او راته وايي: موږ ستا غیبت کړی دی، موږ ته بخښنه وکړه زه هغو ته وایم تاسو ته بخښنه کوم خو په دې شرط چي راته ووایاست چي په څه اړه مو زما غیبت کړی دی؟ وروسته ئې وویل: زما ددې پوښتنې حکمت دا دی، چي شاید هغه کسان چي زما غیبت کوي، زما په اړه رښتیا وي مګر زه په په خبر نه یم او د پښتني وروسته د خپلي غلطۍ په اصلاح پسې سم او مهربان څښتن تعالی ماته ددې توفیق راکړي چي د هغي غلطۍ څخه نجات پیدا کړم.
۱ : نو که چیري مو د چا غیبت وکړ، فورا مقابل طرفته ووایاست چي موږ ته بخښنه وکړه، ځکه ستا غیبت مو کړی دی، که څه هم دا کار ستونزمن او سخت دی مګر د غیبت علاج همدا دی. که چیري څو ځلي دا کار تکرار کړل سي نو ان شاء الله بل ځل به غیبت ونه کړل سي او ستاسو لپاره درس او عبرت کیږي چي د چا غیبت بیا به هیڅکله ونه کړئ.
۲ : بزرګانو د غیبت څخه د خلاصون لپاره بله لاره هم ذکر کړې ده، حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي: کله چي د نورو یاد دي پر ژبه راغی ، نو دستي خپل عیبونه را یاد کړه او داسي هیڅ انسان نسته چي د عیب څخه دي خلاص وي ، او ځان سره سوچ وکړه چي ما کي ډېري زیاتي بدۍ موجود دي ، نو ولي د نورو بدۍ بیان کړم؟ ! یا د غیبت عذاب خپل ذهن کي راوله چي د دې بدۍ او ناخوښي ګناه له امله به د سخت عذاب سره مخامخ سم ، نو د الله تعالی څخه ددې غوښتنه وکړه چي د دې بلا څخه نجات درکړي.
۳ : او د غیبت څخه د خلاصون تر ټولو آسانه لار هغه دا ده چي د خلکو مه ښه بیانوئ او مه یې بد بیانوئ.
ځکه کله چي تاسو د یوچا د ښو یادونه کوې او ستا په ذهن کي دا ده چي ته د هغه سړی په ښو یاد کړې دا خو غیبت کي نه راځي . مګر شاید داسي جمله پر ژبه راوړې چي نیکې یې پر بدۍ بدل سي ، د بېلګې په توګه چي ووایي: فلانی سړي نیک او بزرګ دی مګر فلانی عیب په کښې سته دلته یواځي دغه د مګر یا خو لفظ دی چي نیکي یې پر بدۍ بدلي کړې او په پایله کي غیبت ګڼل کیږي.
مأخذ: د اکابرینو ارشادات
www.taleemulislam.net