ليکنه: عبد السمیع"شینواری"/ تعليم الاسلام ويب پاڼه
1. مسجدته بلا ضرورته نا وخته تګ.
2. مسجدته په ځغستا سره تلل، چي د نورو خلکو د تشويش او ازار سبب جوړیږي.
3. مسجدته په مسنونه طریقه سره نه ننوتل، لکه: راسته پښه نه داخلول او دعا نه کول او هم دا شان په راوتلو کښي چپه پښه نه د مخه کول او دعا نه کول.
4. مسجدته د ننوتلو او راوتلو په وخت کښي یو د بل څخه ځان د مخه کول.
5. مسجدته د خرابو او چټلو بوټونو او چپلکو سره ننوتل، چی مسجد چټلوي.
6. په مسجد کښي بوټونه او چپلکي په مناسب ځای کښي نه کښل او د نورو پر چپلکو او بوټونو باندي د بوټو سره ختل.
7. د مسجد دهلېز ته په دربي سره ننوتل او یا که امام نیت تړلی وي، د رکعت د نيولو په غرض ځغستل.
8. په صف کښي د درېدلو په وخت کښي د نورو تر اوږو پښه اړول ( یعني د نورو حق وهل د صف په دمخه والي کښي).
9. د مؤذن په موجودیت کښي په اقامت کښي ځان د مخه کول.
10. پایڅې تر بجلکو نه پورته کول.
11. په صف کښي سم نه درېدل او یا خاليګاه پرېښودل.
2. په صف کښي د ځان له پاره ځای خاصول او هلته ځان رسول، یا د امام سره نژدې مصله هوارول او د ځان له پاره ځای مشخصول.
13. په صف کښي یوازي لمونځ کول دلمونځ کوونکو سره نه درېدل.
14. په صف کښي ژر نه درېدل، قصداً په نیت تړلو کښي ځنډ کول.
15. د امام وقرآئت ته نه متوجه کېدل او یا د امام سره قرآئت ویل.
16. د رکوع، سجدې، را پورته کېدلو يا سلام ګرځولو په وخت کښي د امام څخه د مخه کېدل.
17 د دوو سجدو تر مينځ سم نه کښېناستل او د رکوع څخه وروسته سم مستقیم نه درېدل.
18. په رکوع کښي خپله ملا نه سیده کول او یا دسیده کولو کوښښ نه کول.
19. په سجده کښي خپل اندامونه یو د بل څخه نه جلا کول (د نارینه له پاره).
20. په لمانځه کښي یوې او بلي خوا ته کتل او یا په بې ځایه شیانو ځان مصروفول، لکه: کالي، ږیره او یا په ګوتو سره ټکان کول.
21. په لمانځه کښي د اسمان طرف ته کتل.
22. د ټوخي، ارږمۍ او... په وخت کښي لاس و خولې او پزي ته نه نیول.
23. د لمانځه څخه مخکي اوږه، پیاز او نور بوی ناکه شيان خوړل، چي عادتاً پر خلکو باندي بد لګیږي.
24. ډېر تېز عطر استعمالول، چي پر نورو لمونځ کونکو باندی بد لګیږي.
25. د لمانځه په وخت کښي ټلیفون نه بندول او یا هم په ټلیفون کښي په لوړ آواز خبري کول، چي د نورو د تشويش او فکر اړولو سبب جوړیږي.
.26 د سلام ګرځېدلو وروسته سمدستي ولاړېدل او د نورو لمونځ کونکو مخ ته تېرېدل.
27. د سنت لمانځه څخه وروسته په پابندۍ سره اجتماعي دعاء کول.
28. په دعا کښي تلوار او عجله کول او عاجزي نه کول.
29. د لمانځه څخه وروسته مسنون اذکار نه ویل.
30. په اطمينان او احتیاط سره لمونځ نه کول.
31. تر فرضي لمانځه وروسته سنت لمونځ په داسي ځای کښي کول، چي د نورو لمونځ کونکو مخه ونیسي او یا په لار کښي پر لمانځه درېدل.
32. په مسجد کښي بې ضرورته خبري کول او یا قرآن کريم په لوړ آواز باندي ویل او دلمونځ کونکو د تشويش سبب جوړېدل.
33. نیت او یا په لمانځه کښي قرآئت او تسبیحات په لوړ آواز ویل.
34. مسجدته د کوچنیانو راوستل اوخپل سر ته ایله کول او دهغو په عبثیاتو پسي سر نه ګرځول.
35. په پاکو کالو کښي لمونځ نه کول، چي دا کار د مسجد او د فرش د چټلوالي سبب جوړیږي.
36 په مسجد کښي په لمونځ کونکو پسي کتل په خاص ډول، چي نابلده او مېلمانه وي.
37. امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کول.
38. په حکمت او ښې طریقې سره دعوت نه کول.
39. د یو منکر او ناخوښه کار په اصلاح کښي تلوار کول او یواځي مثبتي نتیجې ته فکر کول.
40. د لمانځه څخه مخکي اویا وروسته د مسجد مخ ته کښېناستل! بانډار، مجلس او خنداوي کول.
41. د جمعې د خطبې په وخت کښي خبري کول او یا سلام اچول.
42. د جمعې د خطبې په دوران کښي سنت او یا نفلي لمونځ کول.
43. د جمعې په ورځ ناوخته لمانځه ته راتګ په خاص ډول که بیا خطبه خلاصه سوې وي.
44. په اوداسه کښي تر درې وارو زیات هر اندام پرېولل.
45. د اوداسه په وخت کښي زیاتي اوبه استعمالول یعني اسراف کول.
46. اودس په تلوار سره تازه کول، چي ځیني ځایونه پاته سي او اوبه نه ور ورسیږی يا د اوداسه تر پوره کېدو دمخه خپله اندامونه وچ سي.
47. د اودس په دوران کښي اوبه پاشل، او د نورو اودس کونکو د آزار او تکليف سبب جوړېدل، د اوداسه ځای چټلول او د صفايي خیال ئې نه ساتل.
48. د اوداسه په وخت کښي بې ځایه خبري کول.
49. د سر مسح یوازي په دوو ګوتو سره کول او په نورو پاته لاسونو باندي خولۍ او لنګوټه نیول.
50. د مسواک نه استعمالول د هغه خلکو له پاره چي د خولې بوۍ لري، سګریټ څکوي او یا نور بوی ناکه مواد استعمالوی.
ماخذ: تعليم الاسلام مجله دوه ويشتمه ګڼه