د بيع په تعريف کي مو ولوستل چي مال په مال بدلولو ته بيع وايي ، مال مو هم وپېژندى چي مال هغه شي ته وايي چي د خلکو طبيعت هغه ته لېوالتيا ولري او د اړتيا د وخت د پاره ساتل کېدلاى سي .
د مردار سوي حيوان يا د وينو سودا باطله ده ، ځکه مردار سوى حيوان او وينه مالونه نه دي او مال په غير مال پلورلو ته بيع نه وايي .
د باطلي بيع حکم
باطله بيع د اصل او ريښې څخه نه صحيح کيږي مثلاً : که څوک پر بل چا وينه يا مردار سوى حيوان خرڅ کړي نو هغه پيسې چي بايع يي د مشتري څخه د وينو يا مردار سوي حيوان په تبادله کي اخلي هغه د بايع ملکيت نه ګرځي او نه په هغه کي د تصرف حق لري بلکي د پخوا په شان د مشتري دي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي