تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان ورور سره د مرستي بدله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2024
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مسلمان ورور سره د مرستي بدله


له ټولني سره د وګړي او له وګړي سره د ټولني له پیوستونه ټولنه جوړېږي. پرته له وګړي ټولنه او پرته له ټولني وګړی د انساني ژوند لوړ معیارونه موخي او اهداف نه سي پوره کولای او تر لاسه کولای، د وکړي او ټولني بنسټيز موخه داده چي د نورو ګټي او مصالحې ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره په درنه سترګه وګوري. 


هغه وګړي چي زموږ په شاوخوا (چم؛ ګاونډ، کوڅه، ولسوالي، ښار او ...) کي استوګنه ولري د یوې ټولني غړي بلل کيږي، دوی اکثره په خپلو ديني، ټولنیزو، اجتماعي، علمي، فرهنګي، اقتصادي او... ښېګڼو او بدګڼو (په غم او ښادۍ)،  کي یو له بل سره شریکان بلل کيږي. 


هرهغه څوک چي په یوه ټولنه کي ژوند کوي؛ ورته اړینه ده چي د ټولني په ديني، ټولنیزو، اجتماعي، علمي، فرهنګي، اقتصادي او... اړونده چارو کي د ټولني د ټولو غړو سره ښې او مثبتي اړیکي ولري، په غم، ستونزو، مشکلاتو او هر ډول ناخوالو يې ځان خبر کړي د حل لار ورته ولټوي او د خپلو وروڼو مرسته وکړي؛ ځکه: یو خو د خلکو لاسنیوی زموږ پر شخصیت مثبته اغېزه کوي او بل الهي امر او نبوي سنت دئ چي له بې وسه اوتنګ لاسو ورورڼو سره آساني او کومک کول، عيبونه يې پټول، د الله تعالی د بېوزله بنده سره مرسته کول، لار ورکو ته لار ورښول، بې علمو ته علم ورزده کول او... لارښونه راته کوي.  

 

له بده مرغه زموږ په ټولنه کي ډېری خلک په دې اند دي‏، چي که د نورو ستونزي هواري کړو او د هغوی لپاره ‏هلي ځلي وکړو، ښايي په خپله به له پرمختګه پاتي سو، حال دا چي داسي نه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چي د خلکو ستونزي هواري ‏کړي، الله تعالی به په خپل ځواک ستاسي ستونزي هواري کړي‏، څوک چي د خپل مسلمان ورور حاجت پوره کړي دومره ثواب ورته لري لکه خپل ټول عمر يې چي د الله تعالی خدمت کړی وي. 


عن أنس عن النبي صلى الله عليه وسلم قال من قضى لأخيه المسلم حاجة كان له من الأجر كمن خدم الله عُمَره.[حلية الاولياء]


ژباړه: د انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د خپل مسلمان ورور يو حاجت پوره کړي دومره ثواب ورته لري لکه خپل ټول عمر يې چي د الله تعالی خدمت کړی وي. په بل ځای کي فرمایی: 


ان أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، نَفَّسَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، وَاللهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقاً يَلْتَمِسُ فِيْهِ عِلْماً، سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِهِ طِرِيقاً إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ، يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلاَّ نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلاَئِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ. (رَوَاهُ مُسْلِمٌ) 


ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي د بې وسه اوتنګ لاسي سره آساني او کومک وکړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کي دده سره آساني وکړي اوڅوک چي د مسلمان عيب پټ کړي الله تعالی به په دنيا او آخرت دواړو کي د ده پر عيبونو پرده واچوي، الله تعالی د خپل بنده سره تر هغه وخته مرسته کوي ترڅو چي بنده د مسلمان ورور سره مرسته کوي. 


څوک چي هڅه کوي او د علم لاره لټوي، الله پاک به جنت ته د داخلېدو اسباب ورته برابر کړي او هر ټولګی چي د قرآن لوستلو او د هغه زده کړي لپاره د الله تعالی د کورنو څخه په يو کور (جومات) کي را غونډ سي پر هغوی باندي روحي او باطني ډاډګيرنه نازليږي او د الله پاک مهرباني ور په برخه کيږي او د رحمت پرښتې يې په شا او خوا کي دريږي او الله تعالی هغوی د هغو (په مجلس کي) چي له ده سره دي يادوي او څوک چي ښه عمل نه لري او له دې کبله وروسته پاته وي نو د قبلې او نسب په وسيله مخکي نه سي تللای. او په بل ځای کي رسول الله ﷺ فـــرمایـلي دي: 


عَبْدِ الله بْنِ عُمَر رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ الله صلی الله علیه وسلم قَالَ: المُسْلِمُ أَخُو المُسْلِمِ، لاَ يَظْلِمُهُ، وَلاَ يُسْلِمُهُ. وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ، كَانَ الله فِي حَاجَتِهِ. وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِم كُرْبَةً، فَرَّجَ الله عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ القِيَامَةِ. وَمَنْ سَتَر مُسْلِمًا، سَتَرَهُ الله يَوْمَ القِيَامَة»بخاری 
ژباړه: ابن عمر رضی الله عنه وایي: پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: مسلمان د مسلمان ورور دئ، باید پر هغه ظلم ونکړی او هغه ظلم ته تسلیم نکړي (ظلم پرې کیږي یا له هلاکت سره مخ وي او ته یې کمک ونکړې) څوک چي د خپل ورور سره د ضرورت په وخت کي مرسته وکړي، الله پاک به د هغه سره د ضرورت په وخت کي مرسته وکړي، څوک چی د مسلمان ستونزه د ستونزی په وخت کي لیري کړي، الله پاک به د هغه ستونزده د قیامت په ورځ لري کړي، څوک چي د مسلمان ورور عیب پټ کړي، الله پاک به د هغه عیب د قیامت په ورځ پټ کړي.  

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته