تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولنه بداخلاقه ده که زموږ ماشومان؟
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  January 12, 2021
  0

ټولنه بداخلاقه ده که زموږ ماشومان؟


ليکنه: محمد مثنیْ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


بدو کړنو ته بد اخلاق وايي، نو هغه ماشومان چي کړنه او رويه ئې سمه وي، مؤدب او با اخلاق بلل کيږي او هغه ماشومان چي کړني او اعمال ئې ښه نه وي، بداخلاق او بې ادب ئې بولو.


ځيني وخت د خلکو شکایت دا وي، چې زموږ (د ټولني) ماشومان ادب نه لري، تربيه ئې ښه نه ده او د اخلاقو له پلوه پاته دي؛ خو که حقيقت ته ځير سو، په اصل کې زموږ ماشومان نه، بلکې په لږ استثنی زموږ ټولنه بد اخلاقه ده. کېدلای سي پر ځينو کسانو دا خبره بده ولګيږي؛ خو له حقيقت څخه سترګي نه سو پټولای او دا حقيقت زموږ د ټولنې په ورځني ژوند کي ليدل کيږي.


له ابوهريره(رضي الله عنه) څخه روايت دی، چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:" مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ أَوْ يُمَجِّسَانِهِ ..."


ژباړه: داسي ماشوم نسته مګر چي پر فطري ايمان زېږېدلی وي، پس دده مور او پلار له هغه څخه يهودي يا نصراني يا مجوسي جوړ کړي.
له دې حديث څخه څرګندېږي، چي د ماشوم تربيه د هغه په ټولنه اړه لري. د ماشوم په يهودي کېدو، نصراني کېدو، مجوسي کېدو، بد اخلاقه او بې تربيه کېدو کي د ماشوم مور او پلار هم پوره پوره پړ دي.


غلطي له انساني ژوند سره تړلې ده او هر انسان غلطي کوي، که څه هم غټ وي. خو له بده مرغه ډېر کله مور، پلار او د کورنۍ مشران پر ډېره وړه غلطي هم ماشوم وهي او ترټي ئې. که ددې پر ځای ماشوم په ارامه وپوهول سي او خپله غلطي ورته په ګوته سي، يو به ماشوم له بيا غلطي کولو څخه وګرځي او بل به مو ماشوم ته د بخښني احساس ورکړی او صميميت ورښودلی وي.


که ماشومان مو په خبرو کي بې ادبي کوي، له مشرانوڅخه ئې زده کوي، زموږ په ټولنه کې دا يو عادي کار دی، چې مشران مو د ماشومانو و مخ ته ښکنځل کوي او ناوړه الفاظ کاروي. مشران د ماشومانو له سپين سترګۍ او بې حيايۍ څخه سر ټکوي، خو فلمونه، سريالونه او نور ټلوېزوني پروګرامونه په ګډه ورسره ګوري. له نصوارو او سګريټو څخه ئې بد وړي، مګر ومخ ته ئې بيا سګرېټ څکول او نصوار استعمالول عيب نه ګڼي .

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته