تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه ښه او غوره شخصیت ولرو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2024
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


څنګه ښه او غوره شخصیت ولرو

 

د ښه شخصیت جوړولو لپاره اړینه ده چي ځان ته لومړیتوب ورکړو، باید د ځان سره مینه ولرو، که د ځان سره مینه ونه لرو نو باید توقع ونه ساتو چي کاینات دي موږ خوښ کړي او موږ ته دي خوښي راکړي. د ځان سره د میني کولو او ځان ته د ارزښت ورکولو لپاره باید څو لارښووني عملي کړو چي په لاندي ډول دي.


۱_  د ځان رازونه دي له ځان سره وساته؛ ته چي خپل رازونه نه سې ساتلای نو بل څوک به یې څنګه محفوظ وساتي.


۲_ د خوښۍ په وخت کي سمدستي محفلونه مه جوړوه، او د خفګان په وخت کي بنده ته شکایتونه مه کوه، ځکه ستا مشکلات د الله د ارادې بغیر هیڅ څوک هم نه سي حل کولای.


۳ _ کله کله انسان خبري کولو ته ضرورت لري، ذهن او زړه یې د خبرو څخه ډک وي، نو په داسي وخت کي د مخلوقاتو د خالق سبحانه وتعالی سره خبري وکړه، لمونځ وکړه، الله پاک ته هغه هر څه ووایه چي په زړه کي دي وي، که کوم وخت ضرورت وو نو ورته و ژاړه خو بل چاته شکایات مه کوه، د شکایت څخه مطلق ځان وساته.


۴_ د خلګو سره د خپل شخصي ژوند په اړه خبري مه کوه، صرف د نږدې ملګرو سره بعضي شیان شریک کوه، نور نه.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته