تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استاذ او طالب ترمنځ د اصولو تړون
 
  June 7, 2015
  0

لیکنه: پوهندوى محمد مزمل"اسلامي"


قرآن کريم په ټوله کښې د علم او زده کړې کتاب دى او د موسى او خضر عليهماالسلام کيسه دعلمي سفر او د استاذ او طالب العلم ترمنځ د تړون يوه بيلګه ده، په دې لنډه ليکنه کښي هدف د نوموړي تړون په رڼا کښي د استاذ او طالب العلم ترمنځ د شرايطو، اصولو اوضوابطود ايښودلو شرعي حکم څرګندول دي.
 

د نوموړي قصې اجمال:
په رواياتو کښي راغلي دي، چي له موسى  علیه الصلاة والسلام څخه چا پوښتنه وکړه، چي له تاڅخه زيات عالم څوک سته؟ نو هغه ځواب ورکړ  چي نه. نو الله جل جلاله  ورته وفرمايل چي هو! زما يو بنده دى خضر نوميږي. نو موسی  علیه الصلاة والسلام له خپل ملګري يوشع سره هغه ته ورغى اوله هغه سره يې د څه وخت لپاره د علم او زده کړي په اړه خبري وکړي. خضر  علیه الصلاة والسلام له څه مباحثې وروسته يوشمېر شرايط کښېښودل، موسى  علیه الصلاة والسلام ومنل او دهغوى علمي سفرپيل سو. څه وخت وروسته موسى  علیه الصلاة والسلام په شرايطو وفا ونه کړاى سوه ، نو خضر   علیه الصلاة والسلام تړون فسخ کړ او سره جلا سول.

د استاذ او طالب ترمنځ د ضوابطو تړون:

د الکهف سورت په ۶۶ نمبر آيت کي الله جل جلاله  د حضرت موسی  علیه الصلاة والسلام له قوله داسي حکايت کوي:
قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا (۶۶) 
موسی  علیه الصلاة والسلام و خضر  علیه الصلاة والسلام ته وويل: ايا زه ستا متابعت کولای سم، چي هغه څه راته وښيې، چي تاته ښوول سوي دي؟
 
دلته موسی علیه الصلاة والسلام سره ددې، چي  د الله جل جلاله  جليل القدره پیغمبر دی خو دا، چي د خضر  علیه الصلاة والسلام څخه د څه زده کولو طلب لري نو په څومره ادب د خپل طلب اظهار کوي؛ ددې څخه بايد هر متعلم او محصل دا پند واخلي، چي که هر څومره لوړ موقف يا مقام هم ولري د استاذ په مقابل کي دي دډېر ادب څخه کار واخلي.   

قَالَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا (۶۷) وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا (۶۸)
خضر  علیه الصلاة والسلام ورته وويل:  ته زما سره د صبر کولو توان نه لرې! ځکه ته به پر هغه څه څنګه صبر وکړې، چي د هغه په اړه علم نه لرې؟!  

د خضر  علیه الصلاة والسلام دغه خبره، چي ته زما سره صبر نسې کولای څو وجهي لري: يوه دا چي هغه يې ښه متوجه کاوه، چي د زده کړي په حال کي مشکلات وي؛ نو ته به د صبر څخه کار اخلې. او دا هر متعلم او محصل ته متوجه ده، چي بايد د زده کړي او تحصيل په دوران کي، صبر او ثبات ولري. دوهمه وجهه داده، چي خضر  علیه الصلاة والسلام په دې پوهيدی، چي د دوی د ملګرتيا په دوران کي به داسي واقعات پېښيږي او هغه به ظاهراً د موسی  علیه الصلاة والسلام د شريعت سره په ټکر کي وي، خو زه به په هغه مامور يم، چي حتماً يې وکړم. نوپدغه وخت کي شايد موسی  علیه الصلاة والسلام صبر ونه کړای سي، چي همداسي هم پېښه سوه. نو استاذ ته په کار ده، چي متعلم او محصل صبر اود آينده مشکلاتو په وړاندي مقاومت ته متوجه کړي. 

 قَالَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا (۶۹) 
موسی  علیه الصلاة والسلام ورته ويل: ته به انشاء الله ما صابر ومومې او زه به ستا د امر څخه سر غړونه نه کوم.

دلته موسی  علیه الصلاة والسلام دوې ژمني ورسره کوي، چي يوه د صبر  او بله د عدم نافرمانۍ ده. زمخشري په تفسير  الکشاف کي په دې اړه ليکلي دي: کله چي خضر  علیه الصلاة والسلام د کار  اهميت او حقيقت موسی  علیه الصلاة والسلام ته ور وښوی، نو موسی  علیه الصلاة والسلام د علم د حرص او ډېرولو لپاره د صبر او نافرمانۍ څخه د ساتلو وعده وکړه او خپله ژمنه يې د الله جل جلاله  په مشيئيت پوري وتړله.

قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَنْ شَيْءٍ حَتَّى أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا. (۷۰)
خضر  علیه الصلاة والسلام ورته وويل:  که تا زما تابعداري اختيار کړې نو د هيڅ شي په اړه تر هغه وخته پوري زما څخه پوښتنه مه کوه تر څو، چي زه يې په اړه معلومات درکوم.

دلته دا نکته د غور وړ ده، چي محصل او طالب بايد د استاذ څخه د درس په جريان کي پوښتنه ونه کړي؛ ځکه ممکن هغه موضوع، چي د درس په جريان کي ذکر کيږي وروسته ښه واضح سي او يا هم د طالب او محصل د معلوماتو مطابق هغه قول يا واقعه نا مناسبه وي، خو په حقيقت کي او يا د استاذ د معلوماتو مطابق مناسبه وي، دا د متعلم لخوا د عالم او استاذ سره او يا د تابع لخوا د متبوع سره ادب دی. 

علامه سيوطي رحمة الله علیه  په الإکلیل کي ليکلي دي، چي ددغو اياتونو څخه د زده کړي په اړه دغه مسائل څرګنديږي: 

دا مستحبه ده، چي د علم د طلب لپاره سفر وسي او عالم خپل علم ډېر کړي، د عالم او استاذ په وړاندي د متعلم تواضع که څه هم د متعلم درجه اومقام لوړ وي، د يوه کار  د کولو لپاره د ژمني پر وخت د إنشا الله ويل، د استاذ لخوا پر طالب العلم د شرطونو ايښوول، پر  شرط د وفا لزوم يعني که شرط پوره نسي نو شرط اېښوونکی عقد له منځه وړلای سي.

بیضاوي رحمة الله علیه   په خپل تفسير کي ليکلي دي: ددې قصې څخه دغه ګټي اخيستل کيږي:
 
انسان بايد په خپل علم مغرور نه سي، پر زده کړه دوام کول، د استاذ په وړاندي خپله تواضع څرګندول، د استاذ په وړاندي په خبرو کي د ادب رعايتول، پر خپله اشتباه اقرار کول، د اشتباه په صورت کي بخښنه غوښتل او وروسته د اشتباه څخه ځان ساتل.

محمد جمال الدين القاسمي په خپل تفسير محاسن التأويل کي ليکلي دي: د دغه آيت شريف څخه لاندي ګټي لاس ته راځي:
 
1. د علماوو سره د ملاقات د حرص استحباب او په دې اړه د ستونزو زغمل.
2. د هېري پر وخت د عذر وړاندي کول.
3. اول وار عذر وړاندي کول او د دوهم وار اشتباه صادريدلو په مقابل کي حجت قايميدل.

او دا هم بايد ووايو، چي کله اشتباه درې ځله تکرار سي که تر هغه وروسته د اشتباه کوونکي  عذر ونه منل سي باک نلري؛ لکه څنګه، چي حضرت خضر  علیه الصلاة والسلام نور د موسی  علیه الصلاة والسلام سره د فراق اراده وکړه او هغه يې عملي هم کړه. شايد په همدې اساس په تحصيلي او تعليمي ادارو کي زده کوونکو ته درې چانسونه ورکول کيږي.

ابن عاشور وايي: د ذکر سوي آيت کريمه څخه دا معلوميږي، چي د قرآن کريم او نورو ديني علومو د تعليم لپاره تړون جايز دی؛ ځکه د علم د حصول لپاره موسی  علیه الصلاة والسلام د خضر  علیه الصلاة والسلام سره عقد وکړی لکه څنګه، چي دهغه حديث شريف څخه هم ښکاره ده، چي يوې ښځي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  ته د نکاح کولو وړانديز وکړی،  نبي کريم صلی الله علیه وسلم  نکاح ورسره ونکړه، خو يوه صحابي ته يې په دې شرط ور په نکاح کړه، چي هغه به دې ته د قرآن کريم ښوونه کوي؛ دلته هم د زده کړي لپاره تړون سوی دی. 

ابن عاشور زياتوي: په دې آيت کريمه کي پر وفا د التزام وجوب هم ښکاره دی. او دا حکم هم ور څخه را وځي، چي که يو عرف د شرط ځای ونيوی په هغه عمل کول د تړون کوونکو لپاره واجب دی.

زياتوي: په دې قصه کي دې ته اشاره ده، چي د ښوونکي پر زده کوونکي
دا حق دی، چي د هغه اتباع  وکړي او په هغه پسي به إقتداء کوي.
او بله دا، چي خضر  علیه الصلاة والسلام موسی  علیه الصلاة والسلام ته د تنبيه لپاره دا وويل:

[إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْراً ] ته په حقيقت کي زما سره د صبر کولو توان نلرې؛ ځکه د زده کړي په دوران کي، چي ته د کوم څه سره مخ کېږې پر هغه به صبر کوې! او د ده متابعت به په بصيرت سره کوې. په دې کي د تعليم د اصولو څخه يو دا اصل پروت دی، چي ښوونکی به زده کوونکي ته د علومو د هغه موضوعاتو په اړه تنبيه ورکوي، چي د درس په جريان کي په حتمي ډول پېښېدونکي وي او د هغه مخنيوی ګران کار وي. 

ابن عاشور زياتوي: له آيت شريف څخه د متعلم لپاره دا قاعده معلومېږي، چي که استاذ داسي عمل يا وينا وکړي، چي هغه د طالب العلم يا زده کوونکي د معلوماتومطابق ناجائز وي نو زده کوونکی دي د استاذ څخه د هغه دلائل وغواړي، که يې داسي تعهد کړی و، چي د درس په پای کي د پوښتني حق لرې، نو استاذ دي پرېږدي ، چي د درس په پای کي د خپل قول يا عمل وضاحت  وکړي.

لنډيز: موسی  علیه الصلاة والسلام د طالب العلم او شاګرد په توګه او خضر  علیه الصلاة والسلام د استاذ په توګه د زده کړې په يوه عقد او يو شمېر شرايطو باندي تړون وکړ. له څه مودې تېريدو وروسته موسى   علیه الصلاة والسلام پر شرايطو التزام ونشو کړاى، خضر   علیه الصلاة والسلام دوه ځله چانس او فرصت ورکړ او په دريم ځل يې عقد فسخ کړ، له موسی  علیه الصلاة والسلام سره يې مقاطعه وکړه او سره جلا سول.

پايله: په اسلام کښې د استاذ او طالب العلم ترمنځ د زده کړې په هکله عقد اوتړون او په دې اړه شرايط ايښودل مشروعيت لري، پر وضع سووشرايطو وفا لازمي ده، او پر شرايطو باندي د نه وفا په صورت کښې استاذ حق لري، چې عقد او تړون فسخ کړي.


که د موسى او خضر عليهما السلام د کيسې ټول علمي اړخونه پوره وڅېړل سي نوزيات وخت او ځای غواړي، د مجلې لپاره همدومره بس ده.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته