سختۍ او مصیبتونه دوامدراه نه پاتیږي خو الله تعالی یې د امتحان په شکل پر بنده ګانو راولي. د مصیبتو ډیر حکمتونه سته چي یو څو يې دا دي:
۱: په همدې مصیبتو کي د نیکانو او صدقه کوونکو لپاره فرصت پیدا سي کوم چي د الله تعالی څخه لوی اجر غواړي.
۲: په مصیبت سره د مسلمان د بنده ګۍ حقیقت هم ثابتیږي چي ایا الله تعالی ته صادق بنده دی که نه؟
۳: پر مصیبتو صبر کول مسلمانانو ته پر مځکه د قدرت او تسلط ذریعه ګرځي.
۴: کوم ګناهونه چي چا کړي وي د هغو لپاره کفاره ګرځي او الله تعالی ته په ورتلو سره د ګناهونو څخه پاک وي.
۵: د ډير لوی ثواب او د درجې د لوړیدو ذریعه ګرځي. ځکه جنت ارزانه نه دی.
۶: ابتلاء او مصیبت د مسلمانان لپاره د فکر کولو موقع ده ترڅو په خپلو عیبونو او نیمګړتیاوو کي فکر وکړي او هغه اصلاح کړي.
۷: مصائب د توحید، ایمان او توکل لپاره درس دی. تا ته په عملي ډول دا تعلیم درکوي چي ته یو ضعیف بنده یې ، د الله پاک نصرت ته اړتیا لرې، پر الله تعالی ټینګ باور او توکل کوه، او رجوع ورته کوه، په دې سره د انسان تکبر، غرور، فخر او لويي محوه کیږي. او د یوه عزیز، قوي او غالب ذات خوا ته متوجه کیږي.
۸: په دې سره د مسلمان د عجب او ځان خوښوني صفت ایسته کیږي. او صفا مومن ګرځي.
۹: په مصائبو سره مؤمنان او منافقان سره جلا کیږي. په عادي حالاتو کي دواړه ډلي نه معلومیږي خو کله چي مصائب پر راسي مؤمن د ایمان خوا نیسي او منافق د نفاق خوا نیسي.
۱۰: پر مؤمنانو تر سختیو او مصایبو وروسته د کفارو د هلاکت نوبت راځي.
۱۱: مصائب او سختۍ د مسلمان د اماده کولو او تربیه کولو ذریعه ګرځي. د نبي علیه السلام ژوند د ماشومتوب څخه د سختیو ډک وو، لومړی خو یتیم وو، بیا یې په ماشومتوب کي ګرانه مور هم وفات سوه. دا په دې وجه چي الله تعالی یې د یوه ډیري ستري او درنې وظیفې لپاره اماده کړي چي داسي وظیفه بېله کلک عزم لرونکو کسانو بل څوک نسي زغملای!
نو مصائب انسان درنو مسؤلیتو ته اماده کوي.
۱۲: په مصیبتو کي انسان رښتني ملګري او د مصلحت د وخت ملګري پیژندلای سي.
۱۳: مصائب انسان ته خپل ګناهونه ور پیادوي ترڅو د هغه څخه توبه وکړي او د اخرت د سخت عذاب څخه مخکي لا پاک سي. الله تعالی فرمايي: (وَمَا أَصابَكُم من مصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَت أَيدِيكُم وَيَعفُوا عَن كَثِيرٍ ). الایة
۱۴: ابتلاء او مصیبت انسان ته ددې دنیا حقیقت ښکاره کوي چي په دې دنیا مغروره نسي او نه ددې دنیا په ژوند خطاء سي، او د انسان توجه اخرت طرف ته اړوي چي ددې دنیا څخه ها خوا یو بل کامل ژوند هم سته چي هلته هیڅ مشکل ، ستړیا او مرض نسته.
۱۵: ابتلاء انسان ته د الله تعالی نعمتونه ور پیادوي لکه صحت او عافیت ځکه ددغو نعمتو قدر اصلاً د مصیبت په وخت کي ښه معلومیږي چي انسان ډير وخت ګټه ځیني اخیستل او قدر یې نه کاوه.
۱۶: مصیبت انسان ته د جنت شوق وریادوي. کله چي ددې دنیا ترخې څوک ونه ویني نو جنت ته به یې شوق څنګه پیدا سي؟
دا د مصیبت او ابتلاء یو څو مصالح او حکمتونه وه او الله تعالی ته يې حکمتونه ښه معلومیږي. والله اعلم