لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د درو نفرو پسې خبري کول غيبت نه دی
قال عيسى بن دينار: لا غيبة في ثلاث: إمام جائر و فاسق معلن فسقه وصاحب بدعة. [المنتقى۷/ ۳۱۲]
ژباړه: عيسی بن دينار وايي: د درو نفرو پسې خبري کول غيبت نه دی:
۱- ظالم باچا.
۲- ښکاره فاسق.
۳- بدعتي.
ظالم باچا هغه څوک دی چي د الله د قانون څخه بغير په بل قانون باندي حکم کوي او يا هم د خلګو سره ظلم کوي.
ښکاره فاسق هغه څوک دی چي په ښکاره توګه ګناه کوي.
بدعتي هغه څوک دی چي په دين کي د ځانه څخه نوي شيان پيدا کوي.
www.taleemulislam.net