په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک په شراکتي کار کي يو د بل وكَيْل ګرځي ، لهذا شَرِکَةُ العَنَان د هغو کسانو تر منځ صحيح کيږي چي هغوى د وکالت اهليت او وړتيا ولري .
په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک د شراکت د تړون لکبله راتلونکي تصرفات کولاى سي .
اول خرڅول : هر شريک شراکتي مال په نقدو او پور خرڅولاى سي ، دغه ډول په ګران او ارزان نرخ يې هم خرڅولاى سي ، ځکه چي د شراکت د تړون په اساس دوي يو د بل وكَيْل ګرځي ، البته په غبن فاحش يې د شريک بې اجازې نسي پلورلاى يعني په دونه ارزانه قيمت يې نسي خرڅولاى چي په هغه کي په عام ډول خلک نه تېر وځي .
دوهم رانيول : هر شريک د شراکت د پاره شراکتي مال په نقدو او پور رانيولاى سي ، ليکن که د شراکت مايه ټوله په مالو بنده سي هلته بيا يو شريک هم نسي کولاى چي د بل شريک بې اجازې په پور شى رانيسي .
که د شراکت مايه ټوله په مال بنده وي او يو شريک د شراکت د پاره په پور مال رانيسي هغه په شراکت کي نه شمېرل کيږي بلکي په خپله په ده اړه پيدا کوي او ګټه او تاوان يې هم پر ده راځي .
خو که شريک يې په داسي حال کي چي د شراکت ټولي پيسي په په مالو بندي وي په پور د نورو مالو د رانيولو اجازه ورکړې وه هلته يې بيا په پور هم رانيولاى سي او هغه مال په شراکت کي شمېرل کيږي .
دريم اِسْتِئْجَار : اِسْتِئْجَارمعنا په مزدوري اجير درول يا يو ځاى په کرايه نيول ، په شَرِکَةُ العَنَان کي شريک د شراکتې کاروبار د پاره اجير او مزدور درولاى سي ، دغه ډول د مالو د ساتني د پاره په کرايه ګدام هم نيولاى سي .
څلورم اِيدَاع : په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک شراکتي مال بل ته د وديعې په ډول ورکولاى سي يعني شريک شراکتي مال په بل چا ساتلاى سي ، ځکه چي ايداع هم د تجارتي اړتياؤ څخه بلل کيږي .
پنځم اِبضَاع : په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک شراکتي مال په اِبضَاع ورکولاى سي .
ابضاع دې ته وايي چي څوک بل ته پيسې د تجارت د پاره ورکړي ، څو هغه د ده په پيسو د ده د پاره تجارت ورکوي ، هغه يې نه په ګټه او نه په تاوان کي شريک وي او نه مزدوري ځني اخلي .
شپږم توكَيْل : هر شريک د شراکتي مال پېر او پلور په وكَيْل کولاى سي .
اووم حوالة : په شرکة العنان کي لکه څنګه چي شريک په پور مال خرڅولاى سي دغه ډول د هغه مال د پيسو حواله د مشتري څخه پر بل چا باندي هم اخيستلاى سي او که په پور شى رانيسي د هغه د پيسو حواله بايع ته هم پر بل چا باندي ورکولاى سي .
اتم مال د ځان سره وړل : په شَرِکَةُ العَنَان کي هر شريک شراکتي مال په سفر کي د ځان سره وړلاى سي .
نهم مضاربة : دغه ډول شريک په شَرِکَةُ العَنَان کي شراکتي مال بل ته په مضاربت هم ورکولاى سي .
مضاربت دې ته وايې چي يو څوک و بل چا ته پيسې د تجارت د پاره ورکړي ، مايه د ده او اوږه د هغه وي او ګټه يې تر منځ د فيصدۍ له مخي شريکه وي البته تاوان ټول د مايې پر څښتن راځي .
لسم رهن : په شَرِکَةُ العَنَان کي شريک کولاى سي که شراکتي مال يې په پور خرڅاوه چي د مشتري څخه يو شى په ګروي کي واخلي ، دغه ډول که د شراکت د پاره يې مال په پور رانياوه نو د رانيول سوي مال په پور کي شراکتي شى په ګروي کي ورکولاى سي .
د پورتنيو تصرفاتو يادونه که څه هم د شَرِکَةُ العَنَان په تړون کي صراحتا و نه کړل سي بيا يې هم شريک کولاى سي ، ځکه دا ټول تصرفات د تجارانو معمول او په تجارت کي اړتيا ورته ليدل کيږي .
که د شراکت په تړون کي د مخکنيو تصرفاتو پر ځينو تصرفاتو په صريح ډول بنديز ولگول سي هلته يې بيا د شريک بې اجازې نسي کولاى .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات