تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دولتي دنده یو لوی الهي مسئولیت او امانت دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 28, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دولتي دنده یو لوی الهي مسئولیت او امانت دئ


دولتي دنده د اسلام په مبارک دین کي خورا زیات مسئولیت لري، هغه څوک چي تقوا ولري، نو دولتي دنده ورته افتخار نه بلکي تکلیف او لوی مسئولیت معلومیږي. 


هغه څوک چي په دولت کي دنده لري، دغه کس ته ښايي چي په پوره امانتدارۍ سره خپلي دندي ته ژمن پاته سي، ځکه چي پر دغه کس د یوه اسلامي نظام له لوري باور او اعتماد سوی دئ، نو د همدغه اعتماد په تقاضاء باندي پر دغه کس باندي لازمه ده، چي باید خپله ټوله توجه دې ته را واړوي، چي څنګه کولای سي، خپله دنده په پوره اخلاص او صداقت باندي مخته یوسي. 


یو اسلامي دولت د ولس له پاره د خدمت کولو او په مځکه کي د الله تعالی د شریعت د عملي کولو مسئولیت لري، یعني هره دولتي دنده په خپل ذات کي یو ولسي او الهي امانت دئ، نو په دغه امانت کي خیانت په هیڅ ډول د توجیه او بخښني وړ نه دئ. 


په یوه دولتي دنده کي د ناغېړۍ او سستۍ پایلي د دنیا او آخرت د ناکامۍ لامل کیږي، یعني هغه څوک چي په دولتي ورسپارل سوې دنده کي ناغېړي کوي، هم ئې د ولس په ور سپارل سوي امانت کي خیانت کړی، چي له امله ئې په ولس کي محبوبیت کمیږي او هم ئې د الله تعالی له لوري په ور سپارل سوي امانت کي چي د شریعت په ښه ډول تطبیق دئ، خیانت وکړ، چي له امله به ئې په آخرت کي خپله سزا ویني. 


لکه څرنګه چي د دولتي دندي په صحیح ډول سره اداینه یو امانت دئ همداسي په دولت کي د افرادو ټاکنه هم لوی مسئولیت او امانت دئ. 
د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه په کنزالعمال کي وايي، که یو څوک فاجر سړی په وظیفه مقرر کړي او په فجور ئې علم هم ولري نو مقرروونکی هم د هغه په شان فاجر دئ.


په افغانستان کي د تېر جمهوریت پر مهال یو له لویو او اساسي ستونزو څخه همدا وه، چي په دولتي لوړو او کوچنیو بستونو کي به د خپلوۍ، قوم، شناخت، واسطې او پیسو په اساس ټاکني کېدې، دا چاره د دې لامل سوې وه، چي په هیواد کي اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی و او افغانستان د ټولي نړۍ په کچه لومړی درجه مفسد هیواد ګڼل سوی و. 


اوس له ښه بخته د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ستونزه تر ډېره حده حل سوې ده، خو بیا هم د اسلامي امارت د مسئولینو دا مکلفیت دئ، چي د دولتي دندو له پاره د افرادو په ټاکنه کي تقوی، مسلکیتوب او ژمنتیا ته پوره پوره لومړیتوب ورکړل سي. 


په افغانستان کي په زیاته کچه په کار پوه او مسلکي ځوانان سته، که د دوی څخه ښه استفاده وسي ډېره ښه نتیجه به ولري، وړتیا او زده کړو ته په کتو سره دوی ته مناسبي دولتي دندي ورکړل سي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته