غولېدلی، پښېمانه او تاواني انسان
لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: د حسد کوونکي نصيحت مه منه، د بې عقل سره ورورګلوي مکوه، د چمبازه سره ژوند مکوه او د درواغجن تصديق مکوه ځکه د حسد کوونکي د نصيحت منونکی خطاوتلی دی، د بې عقل سره د ورورګلوۍ کوونکی پښېمانه کيږي، د چمبازه سره ژوند کوونکی تاواني دی او د درواغجن تصديق کوونکی داسي دی لکه هغه څوک په لمر اخيستي مځکي پسې(د اوبو په اميد) روان وي.
نو که غواړی غولېدونکي جوړ نسی د هغه چا خبره مه منئ چي د نورو مسلمانانو سره حسد کوي، که غواړی د پښېمانتیا سره مخامخ نسی نو د کم عقل سره شناخت مکوئ، که غواړی تاوانیان نسی نو د چمبازه انسان سره ژوند مکوئ او که غواړی په خیالي شیانو پسې ولاړ نسی نو د درواغجن انسان خبره مه منئ.
قَالَ ابْنُ الْمُقَفَّعِ: لَا تَنْتَصِحَنَّ حَاسِدًا، وَلَا تُؤَاخِيَنَّ أَحْمَقًا، وَلَا تُعَاشِرَنَّ خِبًّا، وَلَا تُصَدِّقَنَّ كَاذِبًا، فَإِنَّ مُنْتَصِحَ الْحَاسِدَ مَغْرُورٌ، وَمُؤَاخِي الْأَحْمَقِ نَادِمٌ، وَمُعَاشِرُ الْخِبِّ مَغْبُونٌ، وَمُصَدِّقُ الْكَاذِبِ كَمُتَّبِعِ السَّرَابِ.[شعب الايمان9040]
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net