رالېږونکی: مبارک شاه
د زړه د تصدیق او د ژبي د اقرار څخه وروسته عمل کول هم د ایمان شرط او ضروري دی یعني هغه عبادتونه او نیک کارونه چي الله تعالي د خپل نبي کریم صلی الله علیه وسلم په واسطه ښوولي دي او موږ زده کړي دي د هغه څخه ماسیوا ایمان نه پوره کیږي؛ ځکه د ښو عملو په برکت سره په ایمان کښي روښانتیا او پوره والۍ پیداکیږي که چیري ښه او صالح عملونه نه وه ، ایمان ناقص او کم پاته کیږي ، صالح عملونه ډير دي د مثال په توګه:
- لمونځ
- روژه
- زکوة
- حج
- اضحیه
- د الله په لار کي قرباني (جهاد)
- اعتکاف
- د قران مجید لوستل
- د ښه کار دعوت بل چاته ورکول
- د بده کاره څخه منع کول
- د مور او پلار او استاذي عزت کول
- صله رحمي کول
- مسجد جوړول
- دیني مدرسه جوړول او یا مرسته ورسره کول
- د دیني علم ویل پخپله او بل چاته
- د دیني علم د حاصلوونکو سره کومک کول
- هر قسم مرسته کول
- وږي او تږي ته ډوډی او اوبه ورکول
- ستر او حجاب
او نورو داسي کارونه کول
دا ټوله کارونه د ایمان پوره کوونکي دي او ایمان کامله وي.
مأخذ: معلم الدین، پښتو کتاب، د زیاتونو سره