تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په بې سېکه اسلامي نړۍ کي مظلومه غزه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په بې سېکه اسلامي نړۍ کي مظلومه غزه!


شاوخوا یوه میاشت کیږي، چي د اسرائیلي اشغالګرو له خوا د غرب په ملاتړ پر غزه بمبارۍ رواني دي، د راپورونو له مخي، په غزه کي د اسرائیلو د وحشیانه بمباریو له امله شاوخوا ۱۳ زره فلسطینیان چي ډېره برخه يې ښځي او کوچنیان دي شهیدان سوي دي. 


دا کفري نړۍ دومره وحشي ده، چي په غزه کي يې آن روغتونونه بمبار کړل، په ډېره بې رحمۍ سره يې د غزې پر بې ګناه مسلمانانو سترګي سرې کړي دي او شپه و ورځ يې په اور کبابوي.


دا څنګه جنګي تکتیک دئ، چي نه ښځه ګوري نه کوچنی، یو مخیزه وژني يې رواني کړي دي.


د بشري حقوقو درواغجن مدافعین او ملګري ملتونه هم عجبه کوي، یهودانو ته يې د هر راز ظلم او جبر اجازه ورکړې ده او د دوی له خوا د مسلمانو کوچنیانو پر شهیدانولو يې سترګي پټي او غوږونه مړه نیولي دي. 


دا نړۍخوره امریکا او وحشي اسرائیل چي نړۍ ته يې ځان د بشر د حقوقو مدافعین معرفي کړي دي، اصلا د نړۍ تر ټولو غدار او بشري ضد هیوادونه دي.


دا په کوم کتاب روا ده، چي د حماس ‌ډلي د برید غچ دي د غزې د عامو خلګو، کوچنیانو او ښځو په وژلو واخیستل سي، د څومره بې غیرته دښمن سره لاس او ګرېوان سوي یو. 


اسلامي نړۍ لا هم بې سېکه ده، د فلسطیني کوچنیانو ژړاوو لا هم د عربو شیخان له خوبه نه دي را ويښ کړي.


د عربي هیوادونو په منځ کي فلسطین اشغال، غزه محاصره او په اور لولپه سوې ده، اما په سعودي عربستان کي شانداره د موسیقۍ مراسم جوړیږي، د فوټبال د نړۍوال جام له پاره تیارۍ روان دئ. 


زموږ د مسلمانانو حال د ډېر افسوس وړ دئ، موږ په ټولو یو ږغ او دریځ نه لرو، موږ ټول دوه میلیارده مسلمانان د غزې د دوه میلیونه مسلمانانو د دفاع وس نه لرو. 


آیا دا همغه اسلامي نړۍ ده، چي یو وخت د نړۍ د تمدن مرکز و، آیا دا همغه مسلمانان دي، یو وخت يې د عثماني خلافت له ویري ټوله اروپا لړزېدله؟ 


اسلامي نړۍ هغه وخت بې سېکه سوه، کله چي يې په منځونو کي د نفاق تخم وشیندل سو، کله چي يې خلافت ړنګ سو او یو امت په ۵۲ هیوادونو ووېشل سو.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته