تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
افغانستان د ظالمو امپراتوریو هدیره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 19, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


افغانستان د ظالمو امپراتوریو هدیره


د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه روسان افغانستان ته راغلل او د نهو کالو له پاره ئې افغانستان اشغال کړ، په ۱۳۶۷ لمریز کال کي بیرته ووتل، افغانانو په ډېره مېړانه د خپلي خاوري او خپل دین دفاع وکړه او اشغالګرو چي دلته هرڅونه د نفاق تخمونه شیندلي وه، هغو څه فایده ونه کړه. 


نن الحمدلله افغانان سرلوړي او د خپل خاوري څښتنان دي. 


افغانانو نه یوازي شوروي بلکي تر هغه وروسته د امریکا په مشرۍ ټلوالي او تر هغه مخکي ئې انګرېزانو ته شرموونکي ماتي ورکړي دي. 


له دې داسي څرګندیږي، چي افغانستان د ظالمو او اشغالګرو امپراتوریو هدیره ده، افغانانو تل په تاریخ کي دا ثابته کړې ده، چي دا خاوره د هیچا تر تسلط لاندي نه پرېږدي او د تاریخ په بېلابېلو دورو کي ئې د خپلي خاوري څخه د مال او سر په بیه دفاع کړې ده. 


یوازي په معاصر تاریخ کي افغانستان د وخت درو امپراتوریو ته سختي ماتي ورکړي دي، د خپلواکۍ دا درې ورځي او د افغانانو شهامت به په تاریخ کي تل ثبت وي. 


مجاهدو افغانانو په خورا لوړ عزم په ډېرو کمو امکاناتو او تجهیزاتو د شوروي اتحاد د اشغال پر ضد مبارزه پیل کړه، وروسته له ډېرو قربانیو وتوانېدل، چي د شوروي اتحاد یرغل ته د پای ټکی کښېږدي، چي په دې کار سره يې نه یوازي افغانستان آزاد کړ، بلکي د افغانانو د جهاد برکت و، چي شوروی اتحاد پر ګونډو سو، په نړۍ کي ئې خپل ګټلی نوم بایلود، نړۍوالو ته وشرمېد او امپراتوري ئې ونړېده، چي په دې سره د سیمي یو شمېر مسلمان هیوادونه لکه تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او نور هم د شوروي له تسلط څخه خلاص سول.


د جنګ په میدان کي تل بهرنیو اشغالګرو له افغانانو څخه ماتي خوړلي دي، اوس نړۍ هم په دې پوه سوې، چي افغانستان کي د دوی اشغال هیڅکله کامیابېدای نه سي. 


تر شوروي اتحاد را وروسته امریکا او متحدین ئې بېله دې چي د افغانستان تاریخ په یاد راوړي، پر افغانستان ئې یرغل وکړ، د وخت حکومت ئې ړنګ کړ، خو دا دئ، نن ورځ اسلامي امارت د الله پاک په مرسته او د مجاهدو او مېړنیو افغانانو د سرښندني په نتیجه کي یو ځل بیا پر دې خاوره حاکم سوی دئ او د امریکا او متحدینو یرغل ئې پر دې سپېڅلې خاوره پای ته رسولی دئ. 


نن ورځ افغانستان د نړۍ پر مخ سرلوړی او د خپلي خاوري څښتن سوی، په افغانستان کي یو سوچه اسلامي نظام حاکم سوی او ملک د اقتصادي اړخه د ځان بسیایني پر لور چټک ګامونه اخلي، په سیمه او نړۍ کي ئې د هیوادونو سره سالمي تجارتي او سیاسي اړیکي رغولي.
نور دي نړۍوال د افغانستان د اشغال خوبونه د تل له پاره له ذهنه وباسي او که ئې احیانا په دې اړه فکر کوئ، نو دي د افغانانو تېر سل کلن او په عموم کي پنځه زره کلن تاریخ ښه سم مطالعه او پر خپله پرېکړه دي له سره غور وکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته