تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نړۍ تر ټولو لوی ځواک؛ ستا ذهن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 9, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نړۍ تر ټولو لوی ځواک؛ ستا ذهن
(دا ځواک الله تعالی و موږ ته راکړی)


تر ټولو اول د ډبرو زمانه وه، یوازي طاقتور خلک ژوندي پاته کېدل او حکمراني ئې کول، تر هغه وروسته د ”آهن زمانه“ یعني د اوسپني زمانه راغلل. ژوند لږ تغیر وکړ، خو بیا هم واک او اختیار د طاقتورو سره وو. چاچي به بدني طاقت درلودی یا به ئې ښه غشی، توره او نېزه چلولای سوای هغه به ژغورل کېدئ او پر نورو به ئې حکمراني کول.


تردې وروسته د شتمنۍ او دولت زمانه راغلل، چاچي شتمني لرل نور خلک به ئې غلامان وه، یعني شتمنۍ د طاقت ځای ونیوی، حتی طاقتور د شتمن تر لاس لاندي کار کاوه. 


اوس موږ په یوه نوې زمانه کي اوسیږو، اټومي زمانه یا ذهني زمانه. شخص د خپل ذهن مالک دئ، قوي هغه څوک دئ چي له ذهن څخه ئې تر ټولو ډېر کار اخیستی وي. ذهن الله تعالی و شتمن او نېستمن، ما او تا ټولو ته راکړ. نن تر ټولو قوي خلک هغوی دي، چي له خپل ذهن څخه کار اخلي.


یوې خبري ته مو فکر وي، چي د ذهن کارول په دې معنی نه دي، چي ډېر درسونه ووایو، بلکي د ژوند په هر حالت کي د ذهن ښه کارولو ته د ذهن غوره کارول وایي. 


د ارواه پوهني او نفسیاتو ټول پوهان په دې باور دي چي ذهن د ټولو کارونو کانټرول په لاس کي لري. ته یوازي هغه کارونه کولای سې چي مخکي ئې ستا په ذهن کي خاکه جوړه سوې وي. معنی تا خپل ذهن د هغه مطابق عیار کړی وي. ښه عادتونه، دماغي آرام، زړورتیا او شل و زر نور ټول هغه شیان دي چي مخکي له مخکي باید تا و خپل ذهن ته سپارلي وي اوس ئې ته د عمل په توګه نتیجه وینې.


زه د خپلي کورنۍ یو حقیقت درته وایم: زما په پښو معیوبه سپین ږیری پلار د بدني کمزوری او مصروفیتونو سره سره بیا هم د جماعت لمونځ نه پرېږدي، خو زما څخه د پوره انرژی او جوړ بشر لرلو ترڅنګ بیا هم کله کله د جماعت لمونځ پاتیږي. یعني زما پلار خپل ذهن خپله جوړ کړی، نن چي زما پلار څه غواړي ذهن ئې هغه سي کوي. 


خبره ساده ده: ”ستا بدن د عملي کار کولو ماشین دئ او کانټرول ئې ستا د ذهن په لاس کي دئ.“


زموږ په دننه کي یو خورا قوي طاقت موجود دئ، که ئې موږ په ښه ډول و کاروو، نو خامخا به موږ له کښتي درجې څخه و بیخي لوړي درجې ته ورسوي.


پر دا یوه خبره ټینګ باور ولره: ”ته هرڅه کولای سې“. بس همدا خبره له ځان سره تکرار کړه او باور په ولره. 


د ذهن څخه کار اخیستل دي مبارک سه

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته