تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي نظام له راتګ وروسته تبلیغاتي جګړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنیفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اسلامي نظام له راتګ وروسته تبلیغاتي جګړه

 

دا چي د افغانستان د اسلامي امارت د راتک وروسته الحمدلله په ټول افغانستان کي فتنو او د جاهلیت شعارونو، قومي او نژادي تفرقو او دعلماؤ تر منځ اختلافي مسائلو ته د پای ټکی کیښودل شو. خو لکه څنګه چي د اسلام دښمنان هیڅکله دا نه غواړي چي مسلمانان دي په اتفاق او اتحاد ژوند وکړي او د مسلمانانو په مقابل کې هر وخت د خپلي مبارزې څخه لاس نه اخلي او د هغوي د اختلافاتو هڅه کوي. لکه څنګه چي رسول الله صلي الله علیه وسلم په مدینه منوره کي د اوس او خزرج قبیلو تر منځ ورورولي رامنځ ته کړی، لیکن کله چي یهودو د دوی اتحاد ولیدي او د شاس بن قیس په نامه د یهودو یو بوډا مشر ولیدل چي د مدینې ځوانان په یو مجلس کي خبري اتري کوي او هغه ځوانان دي، چي تر اسلام مخکي یې په لسګونه کاله خپلمنځي جګړې کړی وې. نو یهودی مشر دغه حالت سخت په غوسه کړ او یو یهودي ځوان ته یې امر وکړ چي د دوی په منځ کي کښیني او د بعاث ورځي په اړه خبري وکړي او یهودي ځوان همداسي وکړل. دا یوه داسي ورځ وه.  چي د مدیني د دوو قبیلو اوس او خزرج ترمنځ په کې سخته جګړه شوي وه. اوس چې بیا هغه ورځ وریاد کړل شوه. نو یو ځل بیا یې د جګړې اعلان وکړ. رسول الله صلي الله علیه وسلم چي کله له دې حالت څخه خبریږي. سمدلاسه له خپلو صحابه وو سره شخړه له منځه وړي او خلک یې ارام کړل. وروسته دوی پوه شول چي دا دښمن پلان او شیطاني دسیسه وه. سیرة ابن هشام. صفحـ ۵۵۵ـ ۵۵۷.  


نن هم زموږ دښمن د دې هڅه کوي چي زموږ د علماؤ ترمنځ اختلافات راپورته کړي او په داسي مسائلو کي یې اخته کړي، چي خپل اصلي هدف ورڅخه پاته شي او دوی یو ځل بیا اسلامي نظام له منځه یوسي او یا په ټولنه کي قومي نژادی تعصبات رامنځ ته کړي. لیکن که څوک د دښمن د دغه پلانونو ښکار شول او یا په دغه شیطاني دسیسو باندي خطا شول. او په ټولنه کي یې اختلافاتو ته لمن وهله، په راتلونکي کي به خپله په دې کار باندې پیښمانه وي او د الله جل جلاله په نزد به مسؤل او د دغه اسلامي نظام د له منځه تلو سبب به دوي وي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته