بد کاري انسان مصيبتونو ته را کاږي .
په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي .
په زړه باندى مهر لويږي .
د انسان د ذلت لامل ګرځي .
د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي.
د انسان زړه توروي .
انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي .
قحطى ورسره راځي .
د انسان علم له مينځه وړي .
د انسان زړه سختوي .
د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .
د قهار ذات جل جلاله په وړاندى انسان سپکيږي .
د قبر د عذاب لامل ګرځي
انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږي .
د انسان نيک عمل خرابوي .
که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي (کافر کیږي).
د قرانکريم له علومو څخه ګټه نشي اخيستلاى .
انسان په يو پسې بلي ګناه ته هڅوي .
د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي .
د دنيوى عذابو سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .)
د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي .
د انسان ژوند تنګوي .
د مخ توروالى ورسره راځي .
د انسان د شرميدلو لامل ګرځي .
انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي .
د انسان د عمر برکت له مينځه وړي .
د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي .
انسان د ګناه سره عادت کيږي .
ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي .
نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري .
ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي .
د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه دا قول نقل دى .
انسان د لعنت مستحق ګرځي .
انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه محروميږي .
انسان پرې جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه. او ایت شریف کي هم راځي:
په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي .
د انسان غيرت ختموي .
د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي .
انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله الله تعالى به دوى هير کړي.)
انسان د اخلاص او احسان له دايرې اوباسي .
د انسان د غم لامل ګرځي .
د نعمتونو څخه محروميږي .
د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې وي .
د انسان زړه د استقامت له دايرې اوباسي .
د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي .
انسان د ابليس عليه العنت په لومو کې ښکيليږي .
د انسان جاه او عزت له مينځه وړي .
انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً چې فلانکى زنا کار دى او يا د لواطت په عمل کې دى.
د نفس ډاډ ورباندي کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي .
د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى.
انسان بې غیرته کوي .
د کورنیو ترمنځ جنګ او قتل رامنځ ته کیږي.
د اعمالو خوند او برکت پرې له مينځه ځي .
انسان پرې د ملايکو د دعا څخه محروميږي.
همېشه به شرمنده او پښېمانه وي.
انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي (لکه ایډز).
تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوې ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي.)
دايمى فقر ورباندي راځي .
په دنیا کي که واده لرونکی وي سنګساریږي او که مجرد وي په دورو وهل کیږي.
دده خپل ناموس ته پکښي خطره رسیږي (لکه حدیث شریف مفهوم دی چي تاسو د نورو د ښځو په اړه پاکدامن اوسئ، ستاسو ښځي به هم پاکدامني اوسي).
---------------------