تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شرعي حدودو او تعزيراتو ځيني فايدې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 9, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شرعي حدودو او تعزيراتو ځيني فايدې 

 

پر شرعي حدودو او تعزيراتو  ډېري فايدې او ګټي مرتبي دي چي ځيني يې په لاندي ډول دي:


۱ - د حدودو او تعزيراتو په اجرا باندي جنايتکار انسان تأديب او اصلاح کيږي او نور خلک عبرت ورڅخه اخلي. 


۲ - هغه کسان چي سپين سترګي دي او تبليغ نه اوري هغوی په حدودو او تعزيراتو رټل کيږي او د دې سبب جوړيږي چي د جرمونو څخه لاس واخلي.


۳ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره عدل قائميږي کوم چي په ټولنه کي د نظام اصلي دنده او وظيفه او د خلکو غوښتنه او اړتيا ده.


۴ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره په ټولنه کي امن راځي ځکه چي څومره د جرمونو گراف کميږي په هماغه کچه امنيت او آرامي منځ ته راځي.


۵ – په دې خاطر چي په جرمونو کي مظلومان زوريږي او د هغوی حقوق پر پښو لاندي کيږي نو د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره چي د جرمونو مخه نيول کيږي د مظلومانو زړونه آراميږي، سکون ورته حاصليږي او سترګي يې يخيږي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته