حرکت کي برکت دئ
لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بین ستین په The Bulletproof Investing کتاب کي لیکي: "خامخا اول قدم واخله. ممکن اول قدم اخیستل سخت وي، ستړیا وغواړي او شاید درد ولري، خو همدا اول قدم د ټول ژوند د حرکت سبب ګرځي"
ډېر فکرونه کول، لویو - لویو خیالونو کي ډوبېدل، لټي و ستوستي، بېره او د شروع له پاره اول قدم نه اخیستل هغه څه دي، چي موږ پر ملا غوټ ماتوي، له حرکته مو اچوي، وخت بې ځایه را باندي تېروي او په کراره - کراره مو د ژونده ناټ را ماتوي.
بیخي ډېر مي اورېدلي: د هر کار شروع له اول قدم څخه کیږي. د بریالیو خلکو اوسنۍ بریا ته مه ګوره، هغه ورځي ته وګوره، چي دوی ددې بریا د ترلاسه کولو اول قدم پورته کړ. جک ما وايي: اول حرکت د بریا د لوی سفر پیل دئ. دا په تا پوري اړه لري، چي خپل سفر څنګه شروع کوې.
خورا ډېرو خلکو خپل لومړي حرکتونه کړي دي، خو تر لږ مزل وروسته ناکام سوي دي، د بریا لوی سفر یوازي اول حرکت باندي نه دئ ولاړ، بلکي ددې سفر په اوږدو کي ماتي، دردونه، لوړي او ژوري ګالل د بریا ستړی مزل و هوسا منزل ته رسوي.
اډمونډ هیلاري لومړی کس دئ، چي د ایوریسټ و لوړي څوکي ته ختلی. تر ختلو یو کال مخکي ئې هم کوښښ وکړ، خو ناکام سو. یوه ورځ ئې په یوه غونډه کي وینا کول، دغونډي په تالار کي یو مصنوعي جوړ سوی د ایوریسټ په څېر غر هم پروت وو. یو دم ئې خبري پرې کړې او د مصنوعي جوړ سوي ایوریسټ و خواته ئې منډه کړل، مایک ئې ټینګ لاس کي نیولی وو او مصنوعي ایوریسټ ته ئې په لوړ ږغ وویل:”اې د ایوریسټ لوړي څوکي! دا وار تا زما څخه وګټل. سږ کال به زه خامخا پر تا بریالی کېږم. زما د ناکامۍ یوازي یو دلیل دئ، هغه داچي ته لوی او لوړ ئې، خو زه اوس د لوی او لوړ انسان جوړېدو په حال کي یم.“ اډمونډ په کال ۱۹۵۲ کي د ایوریسټ و لوړي څوکي ته په ختو بریالی سو او د نړۍ لومړۍ هغه کس سو، چي د ایوریسټ لوړي څوکي ته وختی.
که اډمونډ په اول ځل ماته منلې وای، نو هیڅکله به و ایوریسټ ته نه وای ختلی. اډمونډ و دې ته و نه کتل، چي د ایوریسټ لوړه څوکه څونده لوړه ده، بلکي ځان ئې کوچنی احساس کړ، نو راتلونکی کال ئې د ځان د ستر کېدو کوښښ وکړ، خپلي مټي ئې نوري غښتلي کړې، اراده ئې ښه پوره پخه کړل او دا وار ئې په خورا چمتووالي سره ور ودانګل.
د بریا په ټولو کتابونو، خپرونو، سیمینارونو او...کي وګورئ، پر بریا هیڅکله تمرکز نه دئ سوی، بلکي و بریا ته پر تلونکې لار تمرکز سوی دئ، ځکه و بریالیو ته تر بریا، د بریا لار ډېره اړینه ده.
فکرونه او پلانونه تر هغو نه سي عملي کېدای ترڅو حرکت و نه سي. کومه ورځ چي تاسو بریالي سی، بیا به وګورئ، چي په بریا کي دومره خوند نسته څونده خوند چي و بریا ته پر تلونکې لار په حرکت او مزل کي وو. حرکت وکړی، و منزل ته د رسېدو لپاره پر مزل خوند واخلئ.
یوازي د سر په کوپړی کي د بریا خیالونه ګرځول را ګرځول چندان ګټه نه لري. بریا کار غواړي، حرکت غواړي، چا چي د عمل پر ځای یوازي پر خیالونو تکیه کړې ده، هغوی همداسي ناکام پاته دي. په حرکت کولو "ګټه" په لاس راځي او په هیڅ نه کولو سره "هیڅ" په لاس راځي.
آډیسن د برېښنایي څراغ جوړولو لپاره تردې اندزې جدي وو، چي تر زر ځله زیات ناکام سو، خو بیا ئې هم خپله هڅه پرې نښودل. ځانته ئې موخه ټاکلې وه، د موخي لپاره ئې حرکت وکړ او په خپل حرکت کي جدي وو. د بریالیو او ناکامو خلکو تر منځ همدا جدیت لوی توپیر دئ.
د Richest man in Babylon لیکوال وایي: که زه له ځانه سره دا ووایم، چي هره ورځ سمندر ته ځم او بیا یوه دانه ریګ را اخلم او سمندر ته ئې اچوم، نو بیا همداسي کوم. که څه هم زما دا په وسه ده، چي په یو وار یو موټ ریګ و سمندر ته واچوم او د زیات وخت لپاره ځان بیغمه کړم، خو زه داسي نه کوم، ځکه ما ویلي، چي هره ورځ به دا کار کوم. دا جدیت دئ او کله چي حرکت کي جدیت پیدا سو، نو بیا برکت خامخا راتلونکی دئ.
یو ځوان له سقراط څخه د بریالي کېدو راز و پوښت. سقراط ورته وویل: سبا زما سره د سمندر پر غاړه ووینه. ځوان سبا وختي حاضر سو. سقراط، ځوان له ځان سره روان کړ او په اوبو ګډ سو. اوبو کي دومره ولاړ، چي اوبه ئې تر غاړي پوري ورسېدلې. سقراط ناببره ځوان تر غاړه ونیو او اوبو کي ئې دننه کړ. ځوان ډېري هلي ځلي وکړې، خو بریالۍ نه سو. سقراط، ځوان له اوبو څخه راپورته کړ، ځوان ترټولو مخکي اوږده ساه واخیتسل. سقراط پوښتنه ځني وکړل: کله چي ستا سر په اوبو کي وو، تر ټولو اړین څه شي وه او تا څه غوښتل؟ ځوان جواب ورکړ: ”هوا“
سقراط ورته وویل: د بریا راز همدا دئ. که دي دومره په جدیت او د زړه له کومي د بریا تلاښ وکړ، لکه په اوبو کي چي دي د هوا غوښتنه کول، نو بریا به سل سلنه ستا په برخه وي. ولاړسه! د بریا لپاره بل کوم راز نسته. د بریا ترلاسه کولو لپاره یوازي حرکت او جدیت بس دئ.
موږ د تماشه کونکو په څېر و بریالیو خلکو ته ګورو او فکر کوو، چي په بریا کي خوند دئ او بریا جذابه ده، خو داسي نه ده. که له بریالي خلکو څخه پوښتنه وکړی، هغوی پر بریا دومره خوند نه اخلي، څونده خوند چي وبریا ته پر تللې لار او ستړي سفر اخلي. په حرکت کي خوند نغښتی دئ. را پورته سه، حرکت وکړه، و منزل ته پر مزل خوند واخله.
www.taleemulislam.net