لیکنه: احمد نور نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
- کله چي یو ماشوم و دې نړۍ ته راسي نو په غوږ کي ئې آذان کیږي، خو کله چي بیرته له دې نړۍ څخه ولاړسي، بیا یوازي بې له آذانه د جنازې لمونځ پر اداء کیږي، نو د انسان ژوند صرف د آذان او د لمانځه ترمينځ وخت دی.
- دا د ژوند بار نه دی، چي ستا ملا در ماتوي بلکي خبره دا ده، چي هغه په څه ډول وړې.
- لوړي غونډۍ ته ختل په ورو - ورو تګ سره کيږي.
- يوه شمعه د بلي شمعي په روښانه کولو سره هيڅ شی د لاسه نه ورکوي.
- انسانان داسي دي، چي يو وزر لري، ددې د پاره چي والوزي بايد يو او بل وزرونه سره ورکړي.
- ستر او پياوړي کسان هغه څوک دي، چي د ژوند ډېر ترخه واقعيتونه زغملاى سي.
- که ته نن د بدلون پر اوږو باندي سفر و نه کړې، سبا به هرو مرو د هغه تر پښو لا ندي پروت يې.
- د انسان زړه د پراشوټ په شان دی، پراشوټ هغه وخت کار کوي چي خلاص سي.
- خنډونه بېرونکي بلاوي دي او يوازي هغه وخت ستا مخته دريږي چي ته دخپل هدف څخه مخ واړوې.
- ناکامي دا نه ده، چي ته خپل هدف ته ونه رسېږې، بلکي ناکامي هغه ده چي هيڅ هدف ونه لرې.
- کله چي موږ وده کوو موږ نه بدليږو، خو زموږ اصليت د ورځو په تېرېدو سره څرګنديږي.
- زما مشوره داده چي واده وکړه، که دي ښه جوړه په نصيب سوه، نو به خوشحاله ژوند ولرې او که نه نو بيا به فليسوف در څخه جوړسي.
- هغه څه چي د الله جل جلاله د رضاىت سبب کيږي د هغه د مخلوق خدمت دی، يوڅوک نه سي کولاى د الله جل جلاله سره د ميني دعوه وکړي، په داسي حال کي چي د خپل ورور څخه کرکه کوي.
- خپل دښمنان وبخښه، خو نومونه ئې مه هېروه.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱