تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موبایل او مجازي نړۍ څخه د غلطي استفادې تاوانونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 16, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د موبایل او مجازي نړۍ څخه د غلطي استفادې تاوانونه 


نن ورځ په ټولنه کي یواځنی هغه لوی ضایع کوونکی شی چي زموږ د ټولني خلک بیا به ځانګړي ډول ځوانان یې د الله جل جلاله څخه لېري کړي؛ هغه د انټرنیټ او مجازی نړۍ او موبایل څخه غلطه او بده استفاده کول دي.


موبایل د انسان د بدن د اعضاوو مثال لري، د انسان د بدن اعضاء د انسان ترواک لاندي دي که نعوذبالله ګناه په وکړي ګناه په کیږي، که ثواب په وکړي ثواب په کیږي، نو موبایل همدغسي دی ثواب هم په ګټل کیږي لکه زموږ هغه مبارزین لیکوالان چي الحمدالله ددي موبایل او سوشل میډیا څخه د اسلام او مسلمانانو په ګټه او نفعه استفاده کوي او ګناه هم په کیږي چي بدبختانه زموږ ځني ناپوه او بې وقوفه ځوانان د همدې موبایل څخه غلطه استفاده کوي. 


رابه سو د موبایل او انټرنیټ یاسوشل میډیا د بې ځایه او غلط کارولو و تاوانونو ته


لومړی: انسان د الله جل جلاله د عبادت څخه غافله کوي او په عبادت کي سست او ټمبل کیږي، ځکه طبعاً د موبایل کارول د انسان فکر او ذهن ټوله هغه شیانو ته را جذبوي چي کوم په موبایل کي دي او د نورو ځایو او شیانو څخه یې فکر راګرځوي نو خود به د پخوا په شان عبادت نه کوي او په عبادت کي به سست وي.


دویم: د قرآن کریم د تلاوت څخه محروم وي او تلاوت ورڅخه پاته وي، ځکه چي کله سهار له خوبه کښیني د تلاوت پر ځای انټرنیټ کاروي او د هرڅه د مخه خپل د ټلیفون چارچ ګوري، موبایل ته ځان بېکاره کوي خو د ستر کتاب قرآن عظیم الشان تلاوت ته وخت نه ورکوي بلکي دا یې عادت ګرځیدلی چي تلاوت ورڅخه پاته دئ.


درېیم: هغه کسان چي د انټرنیټ په کارولوکي ډوب او غرق دي هغوی د جماعت څخه محروم دي بالخصوص د سهار د جماعت څخه؛ ځکه دا معلومه خبره ده چي څوک د شپي تر دوو یا درو بجو په موبایل او مجازې نړۍ مصروف وي هرومرو د سهار جماعت ورڅخه پاته دئ.
څلورم: بل لوی تاوان دادی چي یاخو د ماخوستن او سهار لمونځ د سره څخه کوي نه او که یې کوي؛ نو داسي وخت یې کوي، چي نه د لمانځه وخت وي او نه دی خپل په لمانځه پوهیږي چي څه شی مي وکړه او څه شی مي پکښي وویل؛ ځکه ټلیفون یې دماغ او اعصاب ور خراب کړي دي.


پنځم: پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي د رود ویلو څخه محروم دي، ځکه دوی درود ته وخت نلري او نه یې هم په ذهن کي دا راځي چي زه دي درود ووایم، درود چي څومره فضائل لري او باید هره ورځ موږ پر خوږ صلی الله علیه وسلم درود ووایو خو داسي کسان چي د ټلیفون یا انټرنیټ ډېر، بيځایه او بې ضرورته کارولو مصروف کړي دي، دوی یې نه سي ویلای.


شپږم: اخلاق یي خراب وي او بد اخلاق وي؛ ځکه ټلیفون یي دماغ ورڅخه پوچ کړی دئ، بدن یې ستړی او ستومان وي نو خود یې اخلاقي سیستم خراب وي.


اوهم: ژر په خښم کیږي چي کله دي دوهمه خبره ورسره وکړه دی په خښم کیږي فشار یې پورته کیږي او رنګ یي تغیر کوي، داد ټلیفون تاوان دئ.


اتم: د طب د لحاظه رواني مشکل ورته پیښیږي او خپل ښایسته اعصاب د لاسه ورکوي، داسي رواني مشکلات ورته پیښیږي چي بیایې علاج ناممکن وي.


نهم: د خپل ملګرو، دوستانو او قریبانو څخه لېري وي او د هغوی سره ډېر لږ او کم ملاقات کوي، ځکه ددوی ملاقات د ټلیفون د لاري وي او نور د نږدي یا مخامخ ملاقات کولو وخت نلري بلکي وخت لري خو ټلیفون یې ملګري او اشنایان ورڅخه هیر کړي وي.


لسم: د مور او پلار خدمت او د هغوی سره احسان کول ورڅخه پاته وي او بې برخي وي، خو سربیره پردې چي دوی دي د پلار سره نیکي وکړي تر هغه اضافه د پلار څخه د خپل انټرنیټ د بستو او بنډلو پیسي اخلي او مالي تاوان ورته پیښوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته